سوله د څېرو په  بدلولو او ټيمونو په ټاکلو نه شي راتلاى

په افغانستان کې د جګړې د پېل سره سمه د سولې په نوم شورا هم جوړه شوېده چې په ميليونونو ډالر ېې په دفتري لګښتونواو معاشونو ولجه کړل.

د سولې په نوم شورا يو رئيس(برهان الدين رباني) خو خپل سرپه تذويري سوله وخوړ اوپاتې ېې په يوه او بل نوم دامريکا لخوا پر افغان ولس تپل شوې جګړې ترسيوري لاندې د سولې غږ پورته کوي، خو يويې هم د سولې لپاره د مذاکراتو صلاحيت نه لري.

د سولې په نوم شورا غړو په وار وار رسنيو ته ويلي چې دوې ځکه د خبرو او سولې صلاحيت نه لري چې اشرف غني يې نه لري، اشرف غني ته چې څه په واشنګټن کې په غوږ کې ور وټومبل شي هغه تکراروي او واشنگټن بيا په دې نوم چې اشرف غني خبره کړېده د هغې ملاتړ اعلانوي.

امريکا په اصل کې تيرو ولسو کالو کې پر افغان ولس همدا ډول لوبې وکړې کله په يوه او کله په بله پلمه په افغانستان کې د سولې په نوم جګړې ته دوام ورکوي، تيره ورځ چې په ملګروملتونو مرکز  ژنيو کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه اشرف غني پکې د خپل ټيم په ملتيا ګډون کړې ؤچې په وينايې مذاکراتوته ١٢تنيز ټاکلی ټيم به يې د طالبانو سره خبرې پېل کړي.

خپله اشرف غني او د طالبانو سره مذاکراتي ټيم ته يې هرڅه څرګند دي، دا کومه دعوه چې د سولې لپاره اشرف غني کوي نه خپله اشرف غني وا ک او اختيار لري او نه يې مذاکراتي ټيم خو د افغان ولس او نړيوالو په سترګې کې خاورې شيندل دي چې د امريکا د پلان سره سم اشرف غني ته يوڅه په غوږ کې ايښودل کيږي.

طالبانو امريکا او په کابل کې د جان کيري په لاس جوړ حکومت ته خپل دريځ څرګند کړیدی او هم نړيوالو ته څرګنده ده چې د تيرو ١٧کالو راهيسې د امريکايي پوځونو سره په جګړه اخته دي .

طالبان دا مهال د امريکا سره په جګړه اخته دي او که سوله هم کوي د خپل هېواد ارضي تماميت، خپلواکۍ، ملي نواميسو، د مقدس جهاد عظمت، د شهيدانو اومعلولينو ارمانونه او ملي مقدساتو په خوندي ساتلو سره به يې کوي.

په افغانستان کې دا مهال د امريکا په مشرۍ د بهرنيوپوځونو او طالبانو جګړه روانه ده د افغان پوځ څخه د مليشي په ډول کار اخلي او دوېم دا چې افغان پوځ ته يې د جګړې واک نه دى سپارلی يواځې بدنامي يې افغان پوځ ته سپارلې ده، طالبان د امريکايي پوځ سره جګړه کوي او سوله به هم دامريکا سره کوي، که طالبانو په افغان پوځ کې د جګړې او سولې واک ليدلاى او يايې لرلای بيا بهرنيو پوځونوته د جګړې او سولې اړتيا نه وه.خپله اشرف غني اعتراف کوي چې بې د بهرنيوپوځونو له شتونه يوه اونۍ هم حکومت نه شي کولاى.

که د کابل موجوده حکومت د افغان اولس نماينده حکومت واى د جګړې او سولې توان ورسره واى طالبانو به ورسره سوله کړې وای، د کابل موجوده حکومت سمبوليک حکومت دی او د سمبوليک حکومت سره په هيڅ ډول سوله نه شي کيدای که هرڅو د سولې په نوم پلاوي او ټيمونه وټاکي د افغان ولس نمايندګي نه شي کواى.

کيدای شي د سولې په نوم د شورا په څير د ټاکلي ټيم څو څيرې هم د وخت په تيريدو سره بدلې را بدلې کړي خو په بې واکو څيرو بدلولو او ټيمونو ټاکلو سوله منځ ته نه شي راتلاى.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close