سوله طالبان که حکومت نه کوي

تميم توفيق

څو ورځې کيږي چې د طالبانو، امريکا او کابل ادارې تر منځ د سولې خبرې د رسنيو د سر ټکي جوړ شوي. خبريالان دې ته خوښ دي چې يوه خبرسازه موضوع يې موندلې، سيکولران دې ته خوشحاله دي چې يوه جهادي ډله او په دين او وطن حقيقي مينان به خپله دا سپېڅلې مينه شاته پرېږدي، حکومت د دې پايلې د ليدو لپاره په زړه کې ګوړې ماتوي چې د امريکا او ايتلافيانو تر سيورې لاندې په هيڅ زر او زور نه ماتېدونکې ارادې به د يو نرم، پاک او سپېڅلي نوم په مټ خپلو پښو ته خُم کړي او د رسنيو او غرب پلوه محللينو په خوږو خبرو تيروتي څو ساده لوحه زلمي بيا د سولې او ارامۍ خبرو ته خوشبينه دي خو پام يې نه دی چې نتيجه کې به د دين، وطن او اولس انجام څه وي.

که طالبان سوله وکړي، څه به پېښ شي؟ په دې اړه يوازې يوې خبرې ته تم کيږو.

موږ د طالبانو دوره مشاهده کړه، په دې دوره کې مو وليدل چې طالب مشرانو آن د قوي او پر عزمه سرلښکر د ګوتو په شمېر اشتباهات ونه زغمل. په يو مخابروي تماس يې خُلع سلاح او له مهمو جنګي ليکو څخه په خپل کور کښېنول، مهم واليان او ولسوالان يې د محکمې د مېز په وړاندې کينول او د عدالت ميز ته د ظالمانو او زورواکو د راکشولو مثالونه خو يې يوازې موږ نه، بلکې ټولې نړۍ ليدل.

او د نن کوڅه واکي نظام کړه وړه هم مشاهده کوو او وينو چې هغه ملخ سترګي پکې حاکمان او د ملت برخليک ټاکونکي دي، چې د همدې ملت په وينو يې لاسونه رنګ دي. په يو والي د ګرد حکومت زور نه رسيږي او آن کابل کې ناست د امريکا له ملاتړه برخمن چارواکي د دې واک او اختيار هم نه لري چې د يوې کوچنۍ حوزې آمر ګوښه يا بدل کړي.

لکه چې پورته مو يادونه وکړه، طالبان د شرعي نظام په تنفيذ خورا جدي و، چې لا هم د ظالم او جابر، د بل په حق تيری کونکي، د مشروع حکومتي نورمونو نه منونکي او لنډه دا چې په مجموع کې د شرعي اصولو تر پښو لاندې کونکو په وړاندې په هماغه جديت پاتې دي.

نو که طالبان سوله وکړي:

لومړی به د شرعي نظام نفاذ وغواړي، چې دا له لويه سره نه د امريکا د خوښې کار دی او نه ورته د دوه سرې ادارې لوړ پوړي چارواکي اماده ښکاري؛ ځکه که د امريکا په شمول ايتلافيان او داخلي ملګري يې د شرعي نظام په نفاذ خوښ وای، له اوله به يې د طالبانو مثالي نظام له منځ نه وای وړی او داسې څوک به يې په دې بې وسه خو پاک زړي ملت نه مسلطول چې نه شرعي اصول په رسميت پېژني او نه د هيواد او هيوادوالو ملي ازرښتونو ته ژمن دي.

دوهم به هغه چارواکې د محکمې او د تعزير وړ ګرځوي چې ناحق قتلونه يې کړي، د بې وسه وګړو حق يې خوړلی او يا له سولې وروسته د نوي جوړ شوي حکومت لايحه/اساسي قانون نه عملي کوي، خو دا کردار به يې کله هم د شرقي، مرکزي، غربي، شمالي او جنوبي چارواکو خوښ نه شي؛ ځکه دوی ټول په داسې اندازه د محکمې لايق دي، چې که په رضا نه وي په زور بايد د قاضي په وړاندې کينول شي.

درېيم به له زورواکو زور اخلي، د خلکو او دولتي زمکو غاصبين به له ګريوانه نيسي، چې دا کار يې هم په مخکې ستر خنډونه لري او هڅکله به دغه په خپلو سرمايو او زور مغروره خلک ونه غواړي چې د خړ طالب لاس دې يې ګريوان ته ورسيږي.

او تر ټولو مهمه دا چې که طالبان سوله وکړي، له امريکا سره به د ع او غ لخوا لاسليک شوی امنيتي تړون لغوه اعلانوي، چې دا هم که په هر صورت وي، هيڅکله به يې امريکايان، ايتلافيان يې او ع و غ اجازه ورنکړي او په ټول قوت سره به يې دفاع وکړي؛ ځکه چې د لمر غوندې ښکاره ده چې امريکا او ملګري يې دلته د دې لپاره نه دي راغلي چې د افغانستان مسکين اولس په ګيډه موړ کړي، دوی سره که رښتيا هم د انسانيت غم وای، په خپله امريکا کې زرګونه بې کوره او له لوږې مړ کيدونکو وګړو ته به يې کالي او ډوډۍ رسولې وای. او ع و غ هم که د هيواد او وطنوالو په غم درديدلای، هغه مهال به يې د دوی د خدمت لپاره مټې رابډوهلې وای چې له هره پلوه له نننۍ ادارې په څو چنده پرامنه نظام قائم و، اولس او هيواد ته د خدمت کولو زرينه موقع وه.

نو نتېجه دا چې د امريکا او ګوډاګيانو له لوري د سولې نعرې يوازې د دې کړېدلي ملت د تيرايستلو يوه هڅه ده، دوی به هيڅکله په دې مظلوم ولس د سولې او ارامۍ ژوند ونه لوروي. ولس که غواړي يو ځل بيا ارام ژوند خپل کړي او له ظالم نه د مظلوم حق واخلي، تورې ته دې لاس کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close