سوله يې زمونږ په وينو سره کړله

الفت ضيا

 

ها د ازادۍ ليلا يى مړه کړله

سوله يې زمونږ په وينو سره کړله

مانه سوله غواړي خپله جنگ کوي

جوړه يې څه بل شانتې پلمه کړله

زه يې چې بدنام کړم په کوم نام باندې

ما ملمه پالنه د ملمه کړله

گوتې دې ظالمه ولې خوږ ن شوې

تاپه ستراتيژيک چې فيصله کړله

پاتې يې ټيکری شو په گودر باندې

تا سرتوره پيغله پښتنه کړله

شپه مې کړله تيره شبگيروسره

ماته چې الفت دغه کيسه کړله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close