سوله کوو، خو په وینو لړلې سوله نه

تبصره

له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې سره له دې چې جګړه هم روانه ده د سولې په اړه بحثونه دوام لري. ځینې وختونه بحثونه ټکني هم شي، خو د تېر په نسبت، چې له څه مودې راهیسې په قطرکې د طالبانو سیاسي دفتر د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې، سولې ته د افغان ولس یو څه تمه پیدا شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو لخوا هم په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ څرګند شوی دی. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو لوړپوړی چارواکی وایي، افغانستان د تېرو کلونو په پرتله اوس د سولې لپاره ښه چانس لري او سولې ته د پخوا په نسبت هیله مندي زیاته شوې ده. دا نښاني هم څرګندې شوې چې دواړو خواوو (امریکا- طالبانو) د سولې په اړه د پلاوو په کچه مذاکرات کړی، چې سولې ته به لار لنډه کړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د مشر، توبي لانزر، په وینا، د سولې په هڅو کې هم آهنګي رامنځته شوې او سولې ته د دواړو اړخونو لېوالتیا د دې سبب شوې چې دغه هیلې زیاتې شي.

حقیقت دا دی چې طالبانو (افغان ولس) تل د سولې هڅې کړې دي. دا کومه جګړه چې کوي، دا پر افغان ولس تپل شوې جګړه ده. افغان ولس اړ دی چې د خپلې خاورې، نوامیسو او ملي ارزښتونو دفاع وکړي. افغانانو تر ډېره حده کوښښ کاوه چې یوازې او یوازې خپله دفاع وکړي، خو چې بهرنیو یرغلګرو افغان ولس اور ته ونیو او هرډول وحشتونه یې پرې وازمویل، اړ شول چې پر بهرنیو پوځونو او د هغوی پر غلامانو بریدونه زیات کړي.

امریکا چې اوس د سولې نوم په خوله غړوي دا هم د طالبانو د پرلپسې کامیابو بریدونو نتیجه ده، چې نور یې امریکایي پوځونه او حکومت په مرکز کابل او ولایاتو کې وارخطا کړل. په اصل کې، امریکایي پوځونو په افغانستان کې د افغان ولس په مقابل کې د مقاومت توان له لاسه ورکړ ځکه خو یې د سولې نوم واخیست.

څو ورځې دمخه په کابل کې د میلادالنبي (صلی الله علیه وسلم) پرغونډه برید او تر هغه وروسته د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې د شپې پر مهال پر ملکي وګړو، په داسې حال کې چې په خواږه خوب ویده وو، وحشي عملیات ترسره شول.

 د ښځو، بوډاګانو او ماشومانو بې رحمه وژل دا ثابتوي چې امریکا او د کابل غلامان یې د ولسي بې ګنا وګړو په وینو سوله کوي، د علماء کرامو په شهادتونو سوله کوي، د ملکي وګړو په وژلو سوله کوي، له کورونو د بې ګناه وګړو په نیولو او له ځان سره په بېولو سوله کوي. امریکا به د افغان ولس په وینو لړلې سوله کوي، خو افغان ولس دا ډول سوله نه غواړي، او نه یې کوي.

تراوسه پورې امریکا او د کابل غلامې ادارې د جګړې په دوام د ملکي او بې ګناه ولسي وګړو په بمبار او شهادتونو صرفه ونه کړه، اوس یې د سولې په نوم وژني.

 که د امریکا سوله د افغانانو په وژلو او وینو لړلې سوله وي، لکه پیل کړې چې یې ده، افغانان دا ډول په وینو لړلې سوله نه کوي.. تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې امریکا او غلام حکومت یې له جګړې او د افغان بې ګناه ولسي وګړو له وژلو لاس نه وي اخستی. افغانان سوله کوي، خو حقیقي او رښتینې سوله، په وینو لړلې سوله نه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close