سولې ته اسلام څومره اهمیت ورکړی؟ دوهمه برخه

عبدالحميد راشد—

لکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایې ژباړه: جنت د تورو تر سیورو لاندې دی. چې په دې اړه زیات دلائل نور هم موجود دي چې په هغي دلته بحث نه کوو بلکې مصادرو ته یې باید رجوع وشي.

۳- بیعت الرضوان وکړل شو او الله جل جلاله خپله رضامندي له مؤمنانو نه ښکاره کړه چې دا مخکې نه وه او دا دمؤمنانو لپاره یو د خوښۍ زیری و.

۴- په دې کې مسلمانانو ته دخیبر ځمکې لاسته ورغلې او مسلمانانو ته اقتصادي پرمختیاوې لاسته ورغلې هغه چې مخکې دا پرمختیاوې نه وې.

۵-  او په دې کې غلبه حاصله شوه روم ته په فارس باندې چې دا هم دمسلمانانو لپاره یوه خوشحالي وه، ځکه اهل کتابو په مجوسو باندې کامیابي حاصله کړه او اهل کتاب مسلمانانو ته نژدې و نو ځکه خوشحاله شول.

دا په مختصر ډول د سولې فايدې شوې چې د حدیبيې په سوله کې مسلمانانو لاسته راوړلې.

اوس اګر که سوله په ښکاره تاوان ذلت او رسوايي ده،خو فوائد یې له شمار نه وتلي، په دې کې د مالونواوهغه وخت زیاتوالی دی،چې په جنګ کې به له منځه تلل او د همدې له وجهې نه چې سوله زیات اهمیت لري په اسلام کې اوسوله الله فتحه ګرځولې نو دا حدیث ستاسو مخې ته ږدم:

ژباړه:سهل بن حنیف رضی الله عنه فرمایي: موږ  له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره دحدیبيې په ورځ باندې و، هغه وایي چې که مونږ جنګ خوښ ګڼلی نو مونږ به جنګ کړی وای، او دا جنګ مو ددې له وجهې نه ونکړ، چې درسول اکرم صلی الله علیه وسلم او د مشرکینو ترمنځ سوله وه، نو عمر رضی الله راغی  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته او ددې صلحې په اړه یې رسول اکرم صلی الله علیه ته وویل ای! دالله رسوله مونږ په حقه نه یو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولې نه.

بیاعمر رضی الله عنه پوښتنه کوي: ایا زمونږ وژل شوي په جنت او ددوي وژل شوي په اور کې نه دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولې نه.

بیاعمر رض پوښتنه کوي:  ایا مونږ په حقه نه یو او دوي په باطله باندې نه دي؟نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه.

بیا عمر رضی الله عنه وویل: نو بیا ولې مونږ دوي ته کمه وایو او مونږ بیرته مدینې ته ګرځو او خپل هدف نه پوره کوو، ایا الله جل جلاله زمونږ او د دوي ترمنځ فیصله نه ده کړې د اور او دوزخ ؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولې نه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ای دخطاب زویه! زه رسول الله یم او الله جل جلاله هیڅکله هم ما نه خواروي.

راوي وایې:عمر رضی الله عنه صبر ونکړ او لاړ په داسې حال کې چې په قهر و.

بیا ابوبکر رضی الله عنه راغی اوعمر رضی الله عنه ورته وویل: ای ابوبکره، ایا مونږ په حقه نه یو او دوي په باطله نه دي؟ نو ابوبکر رضی الله عنه وویل ولې نه، ایا زمونږ وژل شوي په جنت او د دوي وژل شوي په اور کې نه دي؟ نوابوبکر رض وویل ولې نه.

بیا عمر رضی الله عنه وویل نو بیا ولې مونږ دوي ته په دین کې کمه خبره وایو؟ نو ابوبکر رضی الله عنه وویل: ای دخطاب زویه دا دالله ج رسول دی او الله ج خپل رسول هیڅکله هم نه خواروي، نوپه دې وخت کې قران کریم کې سورة الفتح  رانازل شو نو عمر رض الله عنه ته یې دا سورت ولیږه، نوعمر رض ولوسته، نو وی ویل ای دالله رسوله ایا دا فتحه ده؟نورسول الله صلی الله علیه وفرمائیل: هو، نو عمر رض خوشحاله شو او بیرته وګرځید.

نو په دې حدیث کې دسولې اهمیت په ډاګه معلومیږي اوالله ج مستقیما دې سولې  ته فتحه وایې او الله ج پوره سورت دفتحي په نوم نوموي.

ای دامت ځوانانو او مجاهدینو سوله هیڅکه هم ذلت نه دی، کله چې دقران اوسنت  په قوانینو برابره وي. نو تاسو هم کله مو چې سوله وکړله، که هغه له هر چا سره وي تاسو ورته ناکامي مه وایې، تاسو ځانونه کم مه احساسوي، دسولې زرین چانس نه پوره فائده حاصله کړئ،هغه شان فائده ترې واخلی لکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې چې دحدیبي  دسولې نه واخیسته ، هلته رسول الله صلی له مشرکینو نه په امن شو، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دخیبر یهودوطرف ته خپله توجه وګرځوله او دهغوي په خلاف يې جدې مبارزه پیل کړه. رسول اکرم ددې سولې نه په فائده اخیستلو سره اقتصاد ته توجه وکړه، او د خپل امت لپاره یې اقتصادي لارې چارې ولټولې چې دهغې څرګند مثالونه دخیبر خراج دی،او همدارنګه رسول دژوند نورو برخو ته پام وګرځاوه. او دژوند هره برخه یې دالله په مرسته قوي کړه، ځکه په هغه وخت کې مشرکین د مسلمانانو قوي دښمنان وه، نو کله چې دهغوي نه احساس د امن وشو. نو مسلمانان د ژوند یو نوي پړاو ته داخل شول، او هر طرف نه د فتحې، فتحې، نارې شولي چې په ډیر کم وخت کې د خلافت او درسول اکرم صلی الله علیه وسلم  او دهغه دملګرو بحثونه په نړیوالو مجالسو کې شروع شول، او دا په دې وجه چې رسول ص دهغه چا پرضد مبارزه شروع کړه چې هغوي په نړیواله توګه مشهور او له خلکو سره یې اړیکي درلودي او ددوي دین یواځي په مدیني پوري اړه نه درلوده بلکې په نړیواله توګه یې له خلکو سره اړیکه درلوده. چې دهمدي مبارزې پیل دمکې مشرکین هک پک او حیران کړل، او دمسلمانانو نه نور هم په ډار کې ولویدل.

او هغه شرطونه چې دوي وروسته له فکر نه په مسلمانانو لازمي کړي ول، دوي هغه بیرته په خپلو غوښتنو فسخ کړل او ترې تیر شول، ځکه الله ج ورته په هغې شرطونو کې لوي مشکلات پیدا کړل، نو دهمدي په اساس دوي دا دفسخې پریکړه وکړه.

دا هغه موقف وه چې زموږ سلفو په سیاست کې د سولي او جنګ په اړه درلود نو اوس هم موږ باید تل دسلفو په پل،پل کېږدو او پکار ده چې همغه شان سیاست په سوله اوجنګ کې هغوي اختیارولو، لري نه ده چې دکامیابي درشلونو ته ورسیږو.

نو اوس باید مسلمانان سوله وکړي او په نظام کې دخیل شي ځکه په دغه شان سولي سره به لاندي مشکلات حل شي:

۱-  په مسلمانانو کې دقتل قتال ختمیدنه او ددوي د دښمن معلومیدنه،ځکه اوس وخت کې ډیر مسلمانان ترور کیږي چې هغه په ټولنه کې د یو خاص وجاهت نه برخمند وي ، او مسؤلیت یې هم مسلمانانو ته راجع کیږي چې مسلمان هغه کار هیڅ نه کوي بلکې کفار او اسلام دښمنه دا کار ددي لپاره کوي ، څو دمسلمانانو وحدت اویوالی ختم او وپاشي،چې په دې مورد کې ډیر اسلام دښمنه کامیاب شوي.

۲- مسلمان به د یو ارام اوهوسا ژوند ساه واخلي چې تقریبا دافغانستان خلک له ډیرې مودي راهیسې له دې نعمت نه بې برخې دي.

۳- مسلمانان به په اقتصادي لحاظ ډیره سپما وکړي،هغه مصارف چې په جنګ کېدل هغه به د ژوند په نورو برخو کې وشي چې مسلمانان به ورسره قوي شي چې دا به دبریا یو راز او دفتحې یو زیری به شي.

۴- دوینو  راون رودنه به ودریږي هغه ځوانان چې اوس دلته قرباني ورکوي هغوي به ،په هغه ځای کې قرباني ورکړي چې هغه له دي نه ډیره مؤثر وي او کفارو ته ترې دزیات تاړان طمعه کیږي.

نو دا هغه مشکلات وه چې د سولي په راتګ سره له منځه ځي او حل کیږي.

نور بيا….

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close