سولې ته اسلام څومره اهمیت ورکړی؟

عبدالحمید راشد—

الله جل جلاله چې انسان پیدا کړ نو ورته یې دوه لارې  وښودې یوه نیکه اوبله بده. د دي دواړو په اختیار کې یې هم ورته اختیار ورکړ چې بلاخره دوي په خپلو کې سخت اختلاف ته ورسیدل نو یو بل باندې یې مستقیماً حملې شروع کړې.

د دې د حل لپاره الله جل جلاله دوی ته د حل لارې چارې هم ور وښودې نو سوله هم یو له هغه لارو چارو نه ده چې دغه منازعه پرې حل کیږي.

سوله هغه الهي نعمت دی چې په برکت سره انسان  د ژوند په هدف پوهیږي او د ارامتیا ساه اخلي په همدې  وجه اسلام کې سوله له یوه خاص اهمیت نه برخمنده ده. نو د همدې په اړه د زیات تحقیق لپاره قراني ایتونو او احادیثو ته ورځو او دغه موضوع هر اړخیزه څېړو.

الله جل جلاله خپل نبي او اوس  وخت کې مؤمنان په خپل نصرت قوي کړي. تل یې دوي ته هغه فتحې او نصرتونه ورکړي،چې مؤمنانو په خوب کې هم نه و لیدلي، په لنډه توګه  صلحې حدیبي ته اشاره کوو، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  له مشرکانو سره هغه شرطونه ومنل چې ظاهراً خو پکې مؤمنانو ته تاوان و او صحابوو ته هم ښه نه ښکاریده خو الله جل جلاله پکې ډیر خير او برکت ایښی و.

مؤمنانو اسرار کاوه او ویل یي چې  دالله جل جلاله رسوله صلی الله عليه وسلم دلته مونږ  ته تاوان دی، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له کفارو سره ومنله چې دا پیښه په پوره توګه دسولې په اهمیت راڅرخیږي، او له ورایه دا ترې معلومیږي چې اسلام جنګ نه خوښوي، او تل په سوله باندې ټینګار کوي.

خوکله سوله هم د دولتونو ترمنځ وي او کله هم د ټولنو او خلکو ترمنځ چې هر یو یې ځانګړی اهمیت لري او په لاندې کرښو کې پرې بحث کوو.

لومړی موږ  وایو چې الله تعالی سوله فتحه نومولې اوپه قران کې ورته الله جل جلاله د فتحې کلمه کارولې ده.

الله تعالی فرمایي:

 [15] إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا * لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ،

ژباړه: موږ تاته فتحه درکړې ښکاره فتحه داسې فتحه چې الله تعالی به د هغي پر وجه مخکیني او ورستني ګناهونه در وبخښي اوپرتا به خپل نعمتونه پوره کړي، سمه لاره به دروښيي.

نو الله تعالی دا جنګ په مؤمنانو باندې فرض کړی، حالاً چې دا جنګ په خپل اصل کې قبیح کار دی، خو الله تعالی دخلافت د قیام او د دین د تمکین او همدارنګه د مظلوم نه دظلم د دفعې لپاره دا قبیح عمل چې هغه وژنه او تورتم دی، حسن لغیره(راوا کړي) ګرځولی اوپه دې کې یې لوی خیر ایښی دی.

نوالله جل جلاله دلته دغه فساد په صلاح دفع کوي او ظلم په عدل دفع کوي، نو هرکله چې دغه اهداف چې جنګ د هغې له وجهې نه مشروع شوی، په هغه څه باندې لاسته راځي چې هغه په کامله توګه صلاح، خوښي او ارامي ده سراسر امن اوسکون وي، نو دلته دغه حسن لغیره عمل قبیح او ناروا ګرځي، ځګه چې جنګ کاملاً ورانی او تیارکي ده او اسلام تل دفساد خلاف،او دامن اوسکون پلوی دی.

نو د همدې له وجهې الله جل جلاله دې عمل ته چې دومره لوی اهداف پرې مرتب کیږي د فتحې خطاب وکړ اوجنګ یې تر هغه ځایه مشروع وګرځاوه، چې په کوم ځای کې دا اهداف لاسته نه راځې، لکه الله تعالی فرمایې:

ژباړه تاسې ترهغه جنګ وکړئ چې څو فتنه ختمه شي او ټول دین دالله شي (دالله دین حاکم شي) نو که دا فتنه او فساد بغېر د جنګ نه له منځه تلو، نو هلته جنګ په کامله توګه نامشروع ګرځي.

 دلته هم الله جل جلاله صلحې حدیبيې ته د فتحې نوم ورکړ ځکه دحدیبي د صلحې په نتیجه کې مسلمانانو لوی لوی اهداف لاسته راوړل چې هغه دچا خوب کې هم نه راتلل اوفتحه هم په حقیقت کې سوله وي ځکه هغه تمکین وي.

همدارنګه د صلحې حدیبي په اړه کې زیات تشریحات دي، په لنډ ډول ورته اشاره کوو.

ژباړه: له ابن مسعود رضی الله عنه  نه روایت دی هغه وایې، مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له حدیبيې نه را وګرځیدو نو مونږ له رسول الله سره تللو چې هغه صلی الله عليه وسلم ته وحي راغله او کله به چې رسول اکرم ته وحي راتله نو ډیره سخته به پرې تمامیدله، خو دلته د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  دغه حالت ناڅاپه په خوشحالۍ بدل شو ځکه دا ایت د خوشحالۍ ایت او زیری و او هغه تکلیف هم ترې نه لرې شو، نو سمدلاسه یې دا دفتحې ایت تلاوت کړ.

ژباړه:الله جل جلاله فرمایې : موږ تاته فتحه درکړې ښکاره فتحه، ددې لپاره چې الله جل جلاله د دې په وجه باندې مخکني او وروستني ګناهونه وبخښي اوپرتا به خپل نعمتونه پوره کړي ، سمه لاره به دروښيي.

نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: څومره لویه خوشحالي! ماشاالله نو مونږ پوه شو چې د حدیبيې نه لویه فتحه بله نشته او دا د څو وجهو نه، چې په لاندې څو کرښو کې ستاسو مخې ته ږدم:

1/کفار اومشرکین سره مخلوط شول، نو د مسلمانانو ښه اونیک پیغام په دوي مستقیماً تاثیر وکړ او ډير پکې د درې کلونوپه موده کې په پوره توګه مؤمنان شول او دمسلمانانو جماعت د تعداد په لحاظ ډیرزیات شو.

امام شعبي وایې: په حدیبیه کې هغه څه د مسلمانانو لاس ته ورغله،  چې  په ډيرو،وختونو اوغزواتو کې مسلمانانو لاسته نه وه راوړي.

2/ په دې کې مسلمانانو ته بخښنه  وشوه چې دا د مؤمنانو لپاره یو ښه زیری و، چې شاید په نورو ځایونو، وختونو او پریکړو کې دا ډول معامله له مؤمنانو سره دالله جل جلاله له لوري نه  وای شوې .

چې الله جل جلاله ورته په دې ایت کې اشاره کوي:

ژباړه : بیشکه الله جل جلاله له مؤمنانو نه راضي دی، کله چې دوي له تاسره د ونې لاندې له تاسره بیعت کوي او خپل سرونه دالله جل جلاله په لاره کې نذرانې ته وړاندې کوي.

خو یوه یادونه باید وشي چې دا دالله بخښنه فتحه او نصرت الله جل جلاله مؤمنانو ته هغه وخت ورکړ کله چې دوي دالله درسول سره په مرګ باندې بیعت وکړ او پریکړه یې وکړه چې عثمان به یا د مشرکینو له منګولو نه خلاصوي او تر هغه به مبارزه کوو چې څو پورې مو عثمان رضی الله عنه د دوي له منګولو نه وي خلاص کړی اویا مو خپل سرونه نه وي قرباني کړي، هماغه و چې الله جل جلاله د دوي غیرت په دین باندې وکوت نو الله جل جلاله بغیر له جنګ نه په ډیر کم تاوان سره ورته لويې لويې فتحې ورکړې.

اوس هم سوله هغه وخت فائده لري چې مسلمانان خو هرډول قربانۍ ته تیار وي خو مسلمانان دیو لوي مصلحت په وجه له جنګ نه تیریږي او یا کافر سولي ته غاړه کیږدي لکه دې ایت کې ورته الله اشاره کوي.

الله ج فرمایې ژباړه: که دوي سولې ته غاړه کېښوده نو ته هم ورته غاړه کېږده اوپه الله جل جلاله دې توکل او باور وکړه.

نو هله به سوله کوو چې د مسلمانانو مصلحت پکې وي او یا کفار ورته غاړه کیږدي او که داسې مسئله نه وه،نو مسلمانان به خپله مبارزه فعاله او تانده ساتي،څو الله جل جلاله کفار ذلېله اوشرمنده کړي اوله ناکامۍ سره مخ شي. دا په دې وجه چې الله ج په قتال اوجهاد باندي زیات ترکیز کړی او جنت یې د تورو ترسیوري لاندې ګرځولی… نور بيا

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close