سولې ته د ولس لېوالتيا !

ليکنه : محمود الحسن « عابد »

پښتانه وایي چې اختر تېر شي نکریزې په دیوال وتپئ!

سوله هم ھغه وخت ګټوره وي  چې د جنګ له وجې یو هېواد د ورانېدو او وګړي یې د مرګ ژوبلې او  بې وزلی څخه بچ شي یا هم حد اقل په يادو شیانو کې سوله د یو څه کمي لامل وګرځي او که سوله ھغه وخت وي چې کورونه وران او وګړي يې بمباریو ختم کړي وي؛ نو بیا سوله د اختر د نکریزو په څېر ده…..

د اسلام اباد او بیا په کابل کې د سولې په نمایشي ناستو کې په تکراري ډول د دولت لوړپوړو چارواکو ویناوې خپرې شوې چې د هغې نه د يو نه ختمېدونکي جنګ د تابیا بوی راځي.

انسان ھر ھغه کار کولو ته لیواله وي چې دده ګټې پکښې خوندي وي او د کار په پای کې ورته ددې باعث ګرځي چې دده ذاتي، کورني او یا ھم ملي ژوند پکښې په ښه ډول ساتل کيږي او د داسې کار څخه ځان ژغوري چې دده تاوان پکښې وي، د سولې او جنګ په موجوده ھنداره کې که وګورو چې په سوله کې د چا ګټه او د چا زيان دی؟ څوک سوله غواړي او څوک جنګ؟

د طالبانو په دور کې د بهرنيو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل صیب وايي چې اقتدار ته تر رسېدو مخکې مې د اشرف غني سره مجلس درلود ؛  نو ورته مي کړه : چې سوله غواړې د لږو پیسو سره او که جنګ غواړې د ډېرو پیسو سره؟ نو راته يې کړه چې جنګ مي خوښ دی د ډېرو پیسو سره ، مخکې له دې چې ولسمشر شي، جنګ او ډیرې پیسې غواړي؛ نو بیا چې ولسمشر شي او  د داسې کسانو له خوا چې ھیڅکله نه غواړي ګران هېواد  افغانستان کې قراري او سوله پښې ټينګې کړي ؛ نو بیا به داسې اولسمشر څنګه سوله وغواړي او څنګه به يې د راوستلو وړتيا ولري؟

دا تر هر څه څرګنده ده چې د افغان دولت او امریکا په سوله کې خپل زيان ويني، په دې معنی که سوله راشي؛ نو جنګ ته به د پای ټکۍ کېښودل شي ؛ نو بيا به د امریکایانو په افغانستان کې د پاتې کېدو څه جواز پاتې شي؟ د نړيوالو او افغان ولس سترګو ته د خاورې اچولو لپاره يې دا بې ځایه هلې ځلې شروع کري دي، نه سوله غواړي او نه يې پکې ګټه ده ،  تر ھغې به امریکایان موجود وي او جنګ به روان وي تر څو چې د دوی  ګټې خوندي وي ، کله چې ھم د دوی ګټو ته زيان ورسېد په سبا به يې یا سوله کړې وي او یا به هم لکه د شورویانو په تېښته بریالي ووينې!!

سوله له چا سره کوئ؟  که افغان  دولت سوله د امریکا ، چېن او يا هم د پاکستان سره کوي ؛  نو بیا ددې څلور اړخیزې ناستې څه معنی؟ ځکه چې دوی خو په 2001 کې سوله د بي 52 ، ایف 16 او فاسفورس بمونو  سره راوستې ده ، دا سوله په دې معنی چې روغ – روغ کلي يې داسې تر خاورو لاندې کړه چې ھیڅ ممکنه نه وه ، ددې کلي خلک بايد جنګ وکړي او  امن دي خراب کړي؛ نو که دولت داسې سوله غواړي ، لکه د دوی د خبرو او کړنو دغسې بريښي چې ھمداسې سوله يې مطلب ده ، ځکه چې د دوی ګټه په داسې سوله کې ده،  که ددې سولي قربانیان ګرځي؛ خو عام وګړي به وي، د دوی خو پوره فامیل په بهرنيو هېوادونو کې ښه د مزې ژوند تېروي او کوم چې په داخل کې وي په داسې فوق العاده ځایونو کې وي چې ممکن نه ده ھلته دي څوک په طمانچه ھم ټکان وکړي  او که داسې  رښتینې سوله غواړي چې پر مټ يې د ھېواد څخه  د جنګ  ټغر ټول شي؛ نو بیا دي له داسې چا سره سوله وکړي چې په جنګ کې ښکېل لوری وي او درسته نړۍ ورته د یو ستر ځواک په سترګه ګوري ، حتی چې امریکايانو ھم کله د خپل فوځي خلاصون د طالبانو له زندانه غوښتلو ؛ نو ټولې دنیا ولیدل چې له چا سره يې خبري وکړې او څنګه يې راخلاص کړ چې افغان دولت ورڅخه خبر ھم  نه شو  یا سو ورځې مخکې د یو کانډايي په بدله کې د بګرام زندان څخه بندیان ازاد شول ، حال دا چې  افغان دولت چغې وھي چې د بګرام زندان اختیار زموږ سره دی، که رښتیا ھم داسې وي ؛ نو بیا ولې د خارجیانو د تبادلې څخه بې خبره دي ؟ معلومیږي چې د پردې تر شا بل څه روان دي!!!

 سوله څوک راوستی شي؟  دا کار ھغه څوک کولی شي چې د کولو صلاحیت يې لري او رښتیا ھم غواړي چې دا کار تر سره شي ؛ نو بیا څه وجه ده چې دا کار د تېر تاريخ په څېر همداسې ناشونی پاتې دی ؟ دولت او طالبان دواړه ځانونه سولې راوستو ته ژمن بولي او ھر اړخ وايي چې : موږ يې د راوستو وړ یو ، څه ووایم یا له چا سره موافقه وکړم ؟ د پوره کولو  توان يې لرم ؛ نو بیا ولې داسې باصلاحیته جھتونه مخامخ کېدو ته زړه نه ښه کوي ؟

د پګواش غونډې ته دولتي پلاوی نه لېږل بیا په څه معنی؟

حال دا چې طالب استازو پکښې وجود درلود او د غونډې ټولو ګډونوالو د طالبانو دریز وستایه او په ھېواد مین شخصیتونه يې وبلل او طالبان د ھرې ناستې وروسته غږ پورته کوي چې راشئ د سولې رښتونی ادرس دلته دی !!  نو که دولت رښتیا ھم سوله غواړي او باصلاحیته ھم وي؛ نو بیا يې ولې داسې طلايي چانس له لاسه ورکړ ؟

دناستو په اړه شکونه: د قطر په دوحه کې د پګواش  مؤسسې لخوا جوړه  شوې ناسته چې ھر رښتیني او سولې ته لېوال افغان ورته خوشباوره ؤ ، سیاسي شناندو د سولې په لور  یو ګټور ګام وبللو او په راتلونکي کې یې د داسې غونډو د دوام غوښتنه وکړه او په پای کې د ناستې ټول حالات مطبوعاتو کې خپاره شول ؛ خو څلور  اړخیزه ناستې چې ټول ھېوادوال ورته د شک په سترګه ګوري، په دې ناستو کی په څه شي بحث کیږي ؟ باید دولت ولس ته د قناعت وړ ځواب ووايي!!

 سوله ناشونې بریښي:  که څه ھم نا امیده نه یو ، بلکې په دې امید يو چې سوله به راشي ؛ خو دا چې د سولې واګي له داسې چا سره دي چې د زرګونو کلو مېټره لرې د جنګ لپاره راغلي او په جنګ کې يې ګټه او په سوله کې تاوان دی؛ نو بیا ممکنه نه ده چې د دوی په وجود کې دي سوله راشي.

د ځواکمن او ازاد افغانستان په ھیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close