سولې ته هیلې، پر وړاندې یې خنډونه او د ښکیلو غاړو دریځونه

 

راپور تاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳۱)

د طالبانو د اوربند مودې تر ختمیدو وروسته ارګ او یو شمیر نورو کړیو د سولې په برخه کې ځینې انعطافات وښودل چې اوس له دې کبله چې طالبانو سوړ غبرګون او سکوت ښودلی، د رسنیو سرټکی نه جوړوي.
په دې انعطافاتو کې تر یوې میاشتې د اوربند غځول، د ارګ مشر له خوا د طالبانو له مشر سره دخبرو تیاری، د امریکایانو په برخلیک د ارګ او طالبانو د مخامخ خبرو وړاندیز او یو شمیر نور و..
ارګ دا وړاندیزونه ظاهراً د هلمند د سولییز کاروان دمشر خیبر په ځواب کې چې تر ډیره پرې د حکومت د ملاتړ نیوکې هم دي، وکړې.
خو شنونکو دا توجیه کړه چې ګواکې پر غني د بهرنیانو له خوا د وتلو فشار زیات شوی او اوس هره سوژه ګوري څو په راتلونکي کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ پر کیدونکو مذاکراتو کې لږ تر لږه ونډه واخلي او ګډ حکومت هم د جګړې د یو مهم لوري په څیر په کې ګډون وکړي، هغه هیلې چې طالبانو په وار وار رد کړې او د ستونزو جرړه یې بهرنی نظامي شتون ښوودلی.

 

امریکا څه وایي؟!

د امریکایي چارواکو وروستیو دریځونو ته په کتو سره دا معلومیږي چې متحده آیالات هم د افغان جګړې په تړاو په خپلو کې جدي بحثونه کوي.
چې یواځې په تیرو څو ورځو کې د ۴ امریکایي چارواکو متفاوت غبرګونونه مخ ته راغلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پمپيو د سولې د بهير پيلېدل مهم لومړيتوب بللى خو د افغانستان د ملي واکمنۍ په پار يې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې رد کړې خو چمتو دى چې په خبرو اترو کې گډون وکړي او ورته اسانتياوې برابرې کړي.

بل پلو د افغانستان لپاره نوي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر بیا له سیاسي لارې د جګړې پر حل ټینګار کړی خو دا یې ویلي چې په نظامي برخه کې به هم پر دې ډله فشارونه زیاتوي.
هغه ویلي ، مونږ د القاعده او داعش ډلې له خوا امریکا ته د متوجه ګواښونو له امله افغانستان کې د دائمي شتون تمه لرو خو دایې هم ویلي چې که جګړه ختمه شي هم دوی به دلته میشت وي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، ویلي ؛ په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په هکله د امریکا پالیسي کې هیڅ ډول بدلون ندی کړی او په وینا یې چې “طالبان باید له تاوتریخوالي نه لاس واخلي، خپله اړیکه د القاعده شبکې سره وشلوي او د ښځو او لږکیو د حقونو په گډون اساسي قانون ومني خو امریکا ورسره مخامخ نه غږیږي او باید خپلمنځي خبرې وکړي.

نوموړې ویلي “له شپاړس کلنې جگړې وروسته سږ کال موږ د سولې د داسې يوه بهير پيلېدا لپاره ریښتونى فرصت وينو چې کېداى شي د شخړې د هوارۍ لامل شي، هغې په دې برخه کې د مذهبي فشار پر زیاتولو او د علماؤ په راخپلولو هم تینګار کړی.

خو د دې ټولو سره سره ډیری امریکایي سناتوران لا هم شته چې له طالبانو سره د امریکایانو په مخامخ خبرو ټینګار کوي، د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي الیوت انگل، د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که واشنگټن د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون، سره مذاکره کولای شي د طالبانو سره خبرې هم امکان لري.

انگل طالبان یو “واقعیت” ګڼلي چې د هغه په وینا باید ورته رسیدګي وشي او دټرمپ د ادارې دا پالیسي یې چې ګواکې له طالبانو سره خبرو ته نه کیني اشتباه بللې.

د طالبانو دریځ:

طالبانو له پیله خپل دښمن او مقابل لوری امریکا بللی او مخامخ یې له هغوی سره د خبرو غوښتنه کړې لا هم پر هغه دریځ محکم دي.
د دې ډلې مشر په اختریز پیغام بیا هم د ستونزې اصلي جرړه امریکایي اشغال وباله او زیاته یې کړه چې دوی به له بې صلاحیته جهتونو سره( چې اشاره یې ګډحکومت ته وه)، په خبرو وخت ضایع نه کړي.

طالبانو د نن ورځې په توضیحاتي اعلامیه کې چې د حکومت د یوه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې یې نشر کړې راغلي “د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ خورا ښکاره دی او وخت په وخت د رسنیو له لارې له هیوادوالو او نړیوالو سره شریک شوی.
په دې اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر نه دی راغلی اونه هم غواړي په بې اغیزو خبرو وخت ضایع کړي“

افغان حکومت څه کوي؟

د افغان حکومت چارواکي له دې امله چې د طالبانو سوړ غبرګون او د سولې په تړاو د دوی پر وړاندیزونو او انعطافونو طالبانو یو مخ سکوت کړی اوس په ټول توان هڅه کوي د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په توسط پر طالبانو فشار زیات کړپ تر څو هغوی مجبور کړي چې له خپلو غوښتنو تیر او حکومت د یو سیاسي مشروع نظام په حیث په رسمیت وپیژني او خبرې اترې ورسره وکړي.

د حکومت اندیښنې:

حکومت اندیښنه لري چې که بهرنیان نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرو ته کیني، ښایي وضعیت د ۹۰ کلنو په څیر ګډوډیو ته ولاړ شي او یو جوړ نظام یوځل بیا د ګاونډیانو د لاسوهنو ښکار شي.

د طالبانو اندیښنې:

طالبان او پلوي ولسونه یې اندیښنه لري چې د ګډ حکومت د جګړې او سولې واک او اختیار د امریکایي سفارت لاس کې ده، همدې سفارت د دې حکومت نقشه طرحه کړې، همدا سفارت یې سبوتاژ کوي او د همدې سفارت په فرموداتو یې د حکومتولۍ نظام روان دی او د شمال ټلوالې د مشرانو د څنډې ته کولو، پر هغو د محدودیتونو د عبدالله د مخالفتونو د کمبود او د غني لخوا د اکثره حکومتي واک د ترلاسه کولوپه برخه کې مستقیماً یاد سفارت دخیل ده.
طالبان وایي چې د داسې حکومت سره چې له واک اوځواک څخه په ټولیز ډول عاري ده، خبرې کول د وخت ضیاع ده.

رښتیا هم د حکومت اندیښنه پرځای ده؟

شنونکي وایي؛ د حکومت له خوا نویمو کلنو د ګرځیدا اندیښنې هیڅ اساس ځکه نه لري چې هغه مهال څو خپلواکې جهادي ډلې په مختلفو محاذونو کې له نظام سره جنګیدل چې هرې ډلې د بل مخالف لیدلوری نه شو زغملی، خو د طالبانو له خوا وروستي اوربند وښوده چې دا ډله لا هم یوه خپلواکه اومتحده ډله ده او د مشر هر ډول پریکړه او پر مسئلو توافق یې ټولو افرادو ته د منلو ده هغه څه چې د ممکنه انشعاب او دحکومتي نظام د له منځه وړو اندیښنې یو مخ له منځه وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close