سولې سره تر سولې راتلو دمخه اختلاف

سرلیکنه

د روسېې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې به د افغانستان د سولې په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه وي او په دې اړه يې د کنفرانس په لومړیو کارونو او بلنو پېل کړی دی، چې یو شمیر بلل شوو هېوادونو ورته په کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې د سولې لپاره په مسکو کې د جوړیدونکې غونډې لپاره مسکو دوه اونۍ د مخه خپلې هلې ځلې پېل کړې دي، خو د روسيې لخوا طالبانو ته په بلنه امریکا او افغان چارواکو په مسکو کې د غونډې له ګډون انکار کړی او ویلې يې دي: هغه غونډه چې مشري يې د افغانانو په لاس کې نه وي، دوی به پکې ګډون ونه کړي.

امریکا او په کابل کې د امریکا په لاس جوړ حکومت تل تبلیغوي چې دوی د سولې لپاره هلې ځلې کوي او طالبان دي چې سولې ته غاړه نه ږدي، کابل دا هم وايي چې په مسکو کې جوړیدونکې غونډې مشري د افغانانانو سره نه ده، خپل پلاوی به ور ونه لیږي، حال دا چې د مخه د امریکا لخوا په اندونیزیا او سعودي عربستان کې جوړو شوو غونډو مشري هم د افغانانو سره نه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي چې د راتلونکې سپتمبر د میاشتې د څلورمې نیټې کیدونکې غونډه کې یې طالبانو ته هم بلنه ورکړې او طالبانو یې بلنه منلې ده، چې امکان لري په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر د ملا محمد عباس ستانکزي په مشري یو پلاوی په مسکو کې جوړیدونکې غونډې ته ورواستوي.

د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، کابل ترې په وار وار غوښتي چې طالبان د خبرو لپاره وهڅوي چې په همدې موخه يې په مسکو کې نړیوال کنفرانس ته کابل، طالبان، امریکا، چین، ایران، پاکستان او هند په ګډون د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه هم رابللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر په کابل کې د روسیې سفیر سره په کتنه کې له هغه غوښتي وو چې طالبان وهڅوي، څو د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په مسکو کې د افغانستان په اړه کیدونکې غونډې د اعلاميې څخه وروسته د خپل دریځ په بدلون ویلي، هغه غونډې ته چې مشري یې د افغانانو سره نه وي، دوی به ورته خپل استازی ور ونه لیږي.

طالبان د سولې لپاره تبلیغ نه کوي، خو سوله کوي، اما امریکا او کابل هیڅ وخت سوله نه کوي، یواځې او یواځې د بې بنسټه تبلیغ لار ېیې نیولې ده، همدې امریکا د سولې لپاره د اندونیزیا او سعودي غونډو ته د نړۍ د اسلامي هېوادونو علما رابللي وو، خو په دواړو هېوادونو کې د شوو غونډو مشري د افغانانو سره نه وه، اوس چې د مسکو په کوربه توب غونډه کې د امریکا ګټې خوندې نه دي، په دې يې کابل هم انکاري کړی دی چې ګډون پکې ونه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په اړه د هرې کیدونکې غونډې رهبرې د افغان حکومت سره نه وي، بل هیڅ سازمان يا هېواد د افغان حکومت د رهبرۍ پرته د سولې وړتیا نه لري، اما طالبان بیا په همدې دریځ له لومړي سره کلک ولاړ دي چې کابل د سولې وړتیا نه لري؛ ځکه چې د خبرو واک نه لري.

په تیر کمکي اختر کې د طالبانو لخوا درې ورځنی اوربند او بیا لوی اختر ته په رانږدې کیدا پر غزني برید وښوده چې طالبان خپلواکه دي، که په خبرو کې ګډون وکړي، پریکړه یې هم د اعتبار وړ ده، خو کابل هیڅ وخت په خپل سر د سولې پریکړه نه شي کولای؛ ځکه خو طالبانو د افغان حکومت سره خبرې کول رد کړي دي.

په مسکو کې جوړیدونکې غونډې ته لا وخت پاتې دی، څو د سولې په اړه پکې خبرې وشي، خو امریکا او په کابل کې د امریکا په لاس جوړ حکومت د امریکا په وینا د مخه د سولې سره مخالفت وښود. په ۲۰۱۷م کال کې چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کومه غونډه جوړه شوې وه، په هغې کې هم امریکا ګډون نه وو کړی، اوس په مسکو کې کیدونکې غونډې او سولې سره د مخه امریکا ځکه مخالفت وښود چې خپلې ګټې پکې نه ګوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close