سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

د سولې عالي شورا وایي، چې اشرف غني غواړي د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره یو باصلاحیته پلاوی وټاکي.

د سولې شورا د دارلانشا رییس اکرم خپلواک وایي،ولسمشر غني په پام کې لري، څو د یاد پلاوي د انتخاب په موخه له سیاسي څیرو او حکومتي چارواکو سره مشورې وکړي.

د نوموړي په خبره، دغه پلاوی به د خبرو اترو پر مهال د حکومت بشپړه استازولي کوي او د بهرنیانو تر څنګ به له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخته وړي.

ارګ داسې مهال دا اقدام کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پر حکومت او طالبانو د یو باصلاحیته پلاوي د ټاکل کیدو ژغ وکړ.

شنونکي وایي،  د حکومت په استازیتوب د مذاکراتو لپاره د پلاوي ټاکل، دا څرګندوي چې جمهور رئیس په بشپړ ډول د سولې پر عالي شورا خپل باور بایللی او یادې شورا تر اوسه یو سنبولیک رول درلوده.

طالبانو ټینګار کړی چې د سولې مذاکرات د جګړې د اصلي لوري ( امریکا ) سره کوي او افغان حکومت سره یې خبرې اترې د وخت ضیاع بللې.
باید وویل شي چې،طالبانو له امریکایي استازي سره په ناسته کې د بهرنیانو پر وتلو ټینګار کړی خو د سولې عالي شورا بیا د طالبانو دا غوښتنه غندلې او ویلي یې دي چې تر بشپړ ټیکاو وروسته به د بهرنیو پوځونو پر مهالویش خبرې کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close