سولې شورا: د افغانستان ستونزه په جنګ نه حل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۲)

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پر مخالفينو د نړيوالو قوتونو نظامي فشارونه د سولې او ثبات په موخه دي خو په وينا يې د افغانستان ستونزه په جګړه نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

د سولې شورا وروسته له هغې دغه څرګندونې وکړې چې تيره ورځ د پريکنده ماموريت نوي مشر جنرال سکاټ ميلر وويل چې “دوی د افغانستان په جګړه کې نه ناکاميږي” زياته يې کړه پر وسله والو نظامي فشار به د سولې د راتلو لپاره دوام پيدا کړي.

خو د سولې عالي شورا معاون عطاءالرحمن سليم وايي، “د سولې شورا د افغانستان ستونزه په جنګ او نظامي لارو نه حل کېدونکي ګڼي، او د دغه مسلې حل د سولې له لارې غواړو”.

د سليم په وينا، د سولې شورا امادګي لري څو د سولې په باره کې غوره مشورې له نړيوالو ځواکونو سره شريکې کړي.

پرون د پريکنده ملاتړ نوي په مشر جنرال سکاټ ميلر د خپلې دندې د پيل په خبرو کې وويل، پر وسله والو به پوځي فشارونه د سولې لپاره لاره هواره کړي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد يې په غبرګون کې ويلي و چې :”دامریکايي اشغالګرو نوی قومندان به لکه نور امریکايي قومندنان له ناکامۍ سره مخ کیږي” په وينا يې جنرال میلر به هم لکه جنرال نیکولسن په افغانستان کې دخپلو پرلپسې ناکامیو اومایوسيو شاهد وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close