سولې شورا: د طالبانو د فعال شتون له امله به بیا د مسکو غونډه کې ګډون ونه کړو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)

د مسکو له غونډې وروسته د سولې عالي شورا مرکچي پلاوي پریکړه کړې چې بیا به په دې ډول غونډو کې چې طالبان ترې یو ډول امتیاز اخلي، ګډون ونه کړي

د دغې شورا مرستیال عطاؤالله سلیم نن د مسکو غونډې په تړا په یوه څیړنیز کنفرانس کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت له خوا راغوښتل شوی و،وویل؛ د مسکو په ناسته کې د طالبانو بیانې درۍ برخې درلودې چې لومړۍ یې تبلیغاتي او کمپایني وې، دوهمه برخه یې(د ښځو حقوق) د دوی د واک خبرې نه وې او دریمه برخه یې هم سولې ته د راتګ هیلې وې.
نوموړی وایي، مسکو کولی شول له دې ناستې په استفادې سره د سولې شورا او طالبانو تر منځ خبرو ته لار هواره کړي، خو په وینا یې چې هغوی دا ونه کړل او طالبانو ته یې موقع ورکړه چې هغوی هم ترې ښه استفاده وکړه او نړیوالو ته یې خپل ژغ ورساوو.
سلیم وویل، د طالبانو د بیانیې تر اوریدو وروسته ګډونوالو وویل چې هغه څه چې طالبان یې غواړي (د اشغال ختمیدل) د دومره لویې جګړې وړتیا نه لري .

خو د روسیې شارزداپیر “البرت خوریف“ د نوموړي دا خبرې د کمزورۍ نښه وبلله او زیاته یې کړه؛

“ مونږ دواړو لوریو ته یوډول امکانات په لاس کې ورکړي و،دا چې طالبانو ترې ښه استفاده وکړه دا د هغوی کمال و، تاسو(د سولې شورا) هم کولی شول، ورته مصاحبې مو له مطبوعاتو سره کړې وای“

نوموړي وویل؛ روسیه په افغانستان کې سوله غواړي او په پوره توګه یې دا هڅې پیل کړې دي.

دغې ناستې ته د روسیې د علمي مطالعاتو د مرکز مشر“نيکولای پلوتین‌کوف“ هم د سکایف له لارې څرګندونې وکړې او ویې ویل؛ مونږ د افغانستان وضعیت په جدي ډول تر څار لاندې نیولی ، هر وخت د افغان سولې په هڅه کې یو خو متأسفانه په افغانستان کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د سولې خبرې مخته لاړې شي.

هغه زیاته کړه؛ امریکا هم د افغانستان ګاونډیان په پام کې نه نیسي او هر هغه څه چې زړه یې وغواړي تر سره کوي یې.
پلوتین کوف وویل؛ موږ غواړو چې د افغانستان سوله باید دافغانانو له خوا له خوا رهبري شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close