سولې شورا: څلور اړخیزه غونډه کوو او دوحې ته یوپلاوی لیږو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳۰)

د سولې عالي شورا وایی ، چې په پام کې لري د امریکا په ګډون په کابل کې د سولې یوه څلور اړخیزه غونډه را وبولي.

د دې شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې روانه اونۍ به د افغان سولې په اړه د اماراتو، سعودي عربستان، امریکا او افغانستان څلور اړخیزه غونډه کېږي او هغه موارد به تر غور لاندې نیول کیږي چې د سولې پر وړاندې خنډ وي .

خپلواک وویل،  لا معلومه نه ده چې دا غونډه به په ریاض که کابل کې ترسره شي

دغه راز په یاده ناسته کې د علماؤ شورا استازي وویل چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې او علماو شورا یو ګډ پلاوی قطر ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد پلاوی به له طالب مشرانو سره د خبرو اترو پر مکانیزمونو هم خبرې وکړي.
دواړو دولتي بنسټونو د مکې او جدې غونډې بریالۍ وبللې او پر طالبانو یې ژغ وکړ چې له کوم قید او شرط پرته د سولې له بهیر سره یوځای شي .
د سولې او علماؤ په نامه شوراګانې داسې مهال دا دریځ خپلوي چې په دې وروستیو کې امریکا زړه ښه کړی څو له طالبانو سره د روان تشنج په اړه مخامخ خبرې وکړي.

طالبان د کابل حکومت بې واکه او خپل مقابل لوری نه بولي او ټینګار یې دادی چې د سولې او جنګ واک د امریکایي اشغالګرو سره دی، ځکه هغوی یې قانوني حکومت ړنګ کړی او د کابل حکومت ټولې چارې او اختیارات له هغوی سره دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close