سولې کاروان نن د پنځو سفارتونو مخې ته پرلت پيلوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) ټاکل شوې ده چې له هلمنده تر کابله د سولې کاروان غړي نن په کابل کې د پنځو سفارتونو مخې ته د اعتراض په ډول پرلت ووهي.

د دغه کاروان يوه مسوول بسم الله وطندوست وايي، د امريکا، بريتانيې، روسيې، ایران او پاکستان سربيره د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته هم د پرلت وهلو پريکړه شوې ده.

نوموړی زياتوي، د يادو سفارتونو مخې ته ځکه پرلت وهي چې ګمان کيږي د طالبانو ملاتړ کوي او ولسونو ته به يې پيغام ورکړو چې د هغوی له ملاتړه لاس واخلي.

د سولې کاروان غړو درې ورځې مخکې له طالبانو غوښتي و که د درې ورځو په موده کې يې اورند ونه کړ نو دوی به د يادو سفارتونو مخې ته اعتراضيه خيمې ووهي.

وطندوست وايي، د سولې کاروان نن دولس بجې په دې اړه “وروستي معلومات خپروي او غبرګون ښيي”.

دغو پنځو سفارتونو تر اوسه د سولې کاروان د یادو پريکړو په اړه څه نه دي ويلي.

د سولې کاروان پر حرکت او غړو تور دی چې د ولسمشر د سلاکار غفور ليوال په هڅو پورته شوي او مالي مرستې د ملي امنيت شورا له خوا ورته ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close