سوماليا کې درې موټربم چاودنو ۲۳ کسان وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)

د سوماليا چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمينه موګاديشو کې د درې موټربم چاودنو پر مهال ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

پوليس وايي، سرتيرو بريدګرو لومړی د (صفحی هوټل) شاوخوا سيمو کې له چاودېدونکو توکو ډکو موټرو ته چاودنې ورکړې او وروسته د هوټل سر پورته شول چې پر خلکو يې ډزې پيل کړې.

پوليس وايي، په دغه چاودنو او بريدونو کې درويشت کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي زياتوي چې د امنيتي ځواکونو په ډزو څلور وسله وال بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

د بريد مسئوليت القاعده تنظيم پورې تړلي د الشباب اسلامي ډلې منلی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په وژل شويو کې بهرني اتباع او يا دولتي چارواکي هم شتون لري که نه خو تر دې مخکې يادې ډلې په دغه هېواد کې پر بهرنيو نظامي کسانو او په دولتي چارواکو بريدونه کړي دي.

د الشباب ډله چې د القاعده پورې تړلې ډله ده، موخه یې په هیواد کې د اسلامي شریعت پلي کول دي، دا ډله د سومالیې په ډیرو برخو ولکه لري او وخت ناوخت په مرکز موګاديشو کې بریدونه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close