سويس : جينيوا کې دالماسو يوغمی په ۴۸ ميليون ډالرو واخیستل شو

 (کابل ټکی کام  : پنجشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢۱/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۲)

جنيوا دسويس پلازمېنه کې د الماسو یو غمی چې « Blue Moon » سپینه سپوږمۍ د نړۍ د پلور په مارکیټ کې يي بې ساری ریکارډ جوړ کړ.

د ګارډین ورځپاڼې د خبر په حواله چې د نيلي الماس مالک هانکانګې سوداګر «جوزف لاو شو» نوموړی دغه قیمتي الماس خپلي اووه کلنې لورته ډالۍ کړ .

د دغه الماس وزن ۱۲،۰۳ قيراطه دی، چې په نړۍ کې تر ټولو لوړې بيې پلورل کېږي او ددغې قیمتي الماس نومي ډبرې بیه ۴۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شوه .

دغه غمی د ستورو رڼاګانو په څېر ځلېدونکی دی، دغه الماس د لاس د ګوتې په ګوته کې اېښودل شوی او د الماسو متخصيصنو ويلي دي چې قيمتي غميو دغه ځانګړتیا وي .

151111171236_diamond_640x360_bbc_nocredit
دغه غمی د ستورو رڼاګانو په څېر ځلېدونکی دی

ویل کيږي چې دغه غمي تېر کال جنورۍ کې جنوبي افريقا کې موندل شو وه، چې د ګوتې لپاره شاوخوا توګلی او څلور کونجه کړی يي دی .

له  دې وړاندې د ګلابي رنګه الماسي غمي لرونکي کوتمۍ په ۲۸،۸مليون ډالره جوزوف خرڅه کړېوه، چې یوه ورځ وروسته يي تر ټولو لوړه بیه باندې بل غمی واخیست چې په تاریخ کې ولیکل شوه .

سلیم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close