سوځېدلي ارمانونه (لنډه کیسه)

نصیب ځدراڼ

کوچني خویندې وروڼه د کوټې په منځ کې تر بکس راتاو وو او مور پلار یې په توشکونه ناست وو،امین بکس خلاص کړ هر یوه ته یې تحفه ورکوله، چاته پلاستکي موټر، چاته نانځکې، چاته ساعت، چاته عطر، په داسې خړ ـ سپېره کلي کې چې تل پکې د ډزو، بمبارونو او چاودنو غږنونه دي،د ژمي تر واورو را وروسته باران هم نه وو شوی د امین خپل کور ته راګرځیدل یوه لویه خوشحالې وه.

امین له شپږ کاله مسافرت نه پس له لندن  څخه راګرځیدلی وو.یو یې په پلار ډیر قرضونه وو بل د امین خسر  پینځه  لکه افغانۍ ولور ترې غوښت نو بله چاره نه وه،پلار یې خپل پټی ورته خرڅ کړ او لندن ته یې ولیږو، درې میاشتې یې په قاچاقي لارو سفر وکړ او لندن ته ورسیدو.

اوس نه یواځې د امین کورنۍ بلکې ټول کلی خوښ وو. کلي ته تر تګ وړاندې د امین د واده نېټه هم ټاکل شوی وه،ځوانان او همځولي به یې ماښام ډوډۍ نه بس د امین حجرې ته راټول شول، ده به د لندن کیسې ورته کولې، دوی به په خوند اوریدلې.کله به چې سپین ږیري د مجلس نه لاړل نو ځوانانو به د  لنډیو او ټپو مقابله پیل کړه او مجلس به یې ګرم کړ.

امین ناوخته راپاڅیدو. د ورسۍ نه د باندي یې وکتل،کوچنۍ خور پلوشه یې ناسته وه لوښي یې وینځل، غږ یې ور وکړ او سهارنۍ ناشته یې تر وغوښته،خور یې ورته راغله او مخامخ ورته کیناسته، لاسونه یې په خپل وړوکي ټیکري صفا کول او لګیا شوه “ورورکه ماته به خپل واده کې دوه جوړه کالي آخلي، او ای زه ستا خسرګنۍ ته څو واره ورغلم او “حسینې”(د امین نامزادې) ته به مې چې ته ور یاد کړې کله به راڅخه وشرمیده او کله به یې په  چل کې  ستا پوښتنه هم راڅخه کوله،زه لکه بیخې کوچنۍ تر پام ورتلم.امین او پلوشه دواړه له خندا شنه شول.امین ورته و ویل کالي به ولي نه درته آخلم په سفر کې به هم ته تر ټولو زیاته راته یادیدي.په زړه کې خوښ شو، سترګو ته یې د خپل واده ورځ تاو شوه، د خپلې خوښې د واده لپاره دومره لیرې مسافر شوی وو ولي چې خسر یې کم ولور نه غوښت.اوس یې نو د واده ورځ رانږدي کیدونکې وه.

کورنۍ او کلی ټول خوښ وو خو امین لپاره حالات خوندور نه وو،امین به لندن کې چې خبرونه کتل نو د وطن د پرمختګ او بیا رغونې خبرونه به وو، ټلویزیون باندي به یې هیواد د پخوا په څیر نه ښکاریدو،دنګې ودانۍ،ښایسته او لوکس موټر به یې لیدل،د افغانیو جامو پر ځای به یې دولتي چارواکي او د ټلویزیون کارکونکي په غربي لباس کې لیدل،فکر به یې وکړ چې وطن مو یو څه پرمختګ کړی، خو دلته چې راغی نو ویې لیدل چې هغه هر څه تر لویو ښارونو او مخصوصو خلکو پوري محدود وو،په کلي کې هغسې غریبې وه،اکثر ملګري یې د جنګ ښکار شوي وو،ځوانان له ویرې کلي ته نشول راتللی. څوک په طالبانو کې وو د بهرنیو ځواکونو د چاپو له ویرې نشول راتللی او کله کله به دشپې پټ کورونو ته راتلل، او ځیني به د دولت او بهرنیو سره وظیفه درلودله نو هغوی د طالبانو له ویرې کلي ته نشول راتللی، اکثر کلیوال بیا ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو،د کلي هدیرې د ځان سره خپل داستان درلود، د پخوا غوندي یواځي د سپین ږیرو قبرونه نه وو پکې چې خلک به یو او بل اختر ورتلل،اوس پخواني قبرونه پکې ورک وو او اتیا سلنه نوي قبرونه پکې جوړ وو او اکثر داسې وو چې امین پیژندل او ځوانان وو.

یو څه بدلون راغلی وو،د لالټین پر ځای خلکو د برق لپاره شمسۍ لګولې وي،د خوسي،مردکۍ او بیډیو پر ځای ځوانانو د کرکټ لوبه پیل کړي وه،هلکان به ټوله ورځ د غټې ښیښې والا موبائل ته ناست وو،چا به چې د خپلې مریضۍ کیسې ورته کولې نو علاج به یې پاکستان یا هند کې شوی وو،ولي چې تر اوسه یې په وطن کې لوی روغتون نه وو جوړ شوی.

بازار اربکیانو نیولی وو،د کلیوالو به چې ضرور کار نه وو د باندي به نه وتل،کله به ناڅاپه جنګ پیل شو، ړندې ګولۍ به هر طرف ته اوریدلې، د بر کلي ټول ځوانان اربکیان وو ولي چې د بر کلي مشرانو د دولت سره تړون کړی وو نو اوس دوی ته ښه موقع په لاس ورغلي وه چې د خپل سیالو او مخالفو قامونو څخه د پیړیو د رقابت غچ واخلي.

میلمانه چې لږ کم شول امین وغوښتل چې د بازار چکر و وهي، بازار ته روان وو،اربکیانو یې موټر ته د دریدلو اشاره وکړه،امین د موټر ښیښه ورته ښکته کړه او ویې ویل څه خبر ده؟

یو اربکی چې تر نورو مشر معلومیدو له چوکۍ پورته شو او ورته راغی،

“راکوز شه چې تالاشي دي کړو،

امین

“زه خو دي جمال الدین زوی یم کیدای شي تاسې مې پیژنئ”

اربکی

“راکوز شه کنه ماغزه مې مه خوره ما کله ویلي چې د جمال الدین زوی نه یې”

امین ورکوز شو دوه اربکیان چې ټوپک یې په غاړو کې اچولي وو لګیا شول،تالاشې یې پیل کړه،یوه د امین موبائل ور واخیست،امین ته یې ور وغځوو “هن دا خلاص کړه چې مونږ یې وګورو د طالبانو فلمونه خو به نه وي پکې”،امین ورته و ویل “وروره زما شخصي عکسونه دي پکې زه نشم کولی چې درته خلاص یم کړم”

“ښه نو چې نشي کولی بیا یې دلته پریږده،موږ به یې خلاص کړو،قوماندان غږ پري وکړ “موږ تا ښه پیژنو د کوز کلي نه راغلی یي،د جمال الدین زویه ستا ترورزی طالبانو کې دی،هله موبایل راته خلاص کړه”.

امین

“ګوره زه اوس د لندن نه راغلی یم او زما که ترورزی طالبانو کې دی نو د اکا زوی مې اردو کې دی زما څه کار د دغو خلکو سره؟ لار راته پریږدئ چې لاړ شم څه بدماشې مو راخیستې ده”؟

د امین د خبرې سره یوه اربکي د ټوپک کنداغ په امین ورسم کړ امین هم لاس ور واچوو،سره کش او ګیر شو،د کنداغونو، څپیړو، سوکانو او لغتو باران شو،تر څو نور موټر ورته دریدل، یو مشر منځ ته راغی سره جلا یې کړل.

امین موبائل ته وکتل ښیښه یې ماته وه،خاورو کې پروت وو، واسکټ یې شلیدلی وو،د اربکي قوماندان له خولې نه وینې بهیدې،یوه سترګه یې هم شنه شوې وه،امین موبائل راوخیست او موټر ته روان شو.

اربکي په لستوڼي وینې صفا کړي او غږ یې پسې وکړ “ای زما نوم هم جاجو دی درمعلومه به شي چې چا ته  دي لاس ور اچولی وو…. د خره زو….

امین موټر کې کیناست ځان بیوسه ورته ښکاریدو،د موټر په هنداره کې یې مخ ته وکتل مخ یې سور شوی وو، موټر یې بیرته راګرځوو او کلي په طرف روان شو وجود یې سخت پیل کړ.

بیګا یې پلار او مشر ورور ورسره ناست وو،مور یې خفه خفه د امین څیرې ته کتل، امین تکیه وهلې وه،په سوچونو کې ورک وو  او چت ته یې کتل،پلار یې ورته لګیا شو”ګوره زویه ته د دغو خلکو سره نه یې بلد داسې وکړه چې بیخې په دي لار ورځه مه،چکر لپاره لویه دنیا ده،بل طرف ته ځه،د دوی سره ان زموږ د مشرانو دوښمنې وه،اوس چې قدرت په لاس ورغلی نو زموږ څخه غچ آخلي،موږ یې څه په بلا وهو ورځو به نه هغه طرف ته او جاجو خو ډیر رذیل سړی دی،لوپر د زمانې وو اوس نوی قوماندان شوی ټول خلک ښیراوې ورته کوي”

امین ځواب نه ورکولو او سوچونو وړی وو،هغه څه یې سترګو ته تاویدل چې په لندن کې یې په ټلویزون لیدلي وو، بیا روغونه، پرمختګ، امنیت او نورې رنګینۍ،د شپې ناوخته پوري ویښ وو بیا ویده شو.

د وخت پاڼې  په تېزۍ اودوښتې او هغه ورځ راغله چې د امین ورته انتظار وو، سبا د امین واده وو، د کلي په کوڅو کې موټرونه دریدلې وو او میلمانه په لویه حجره کې ناست وو،ځیني میلمانه راغلي وو او ځینې نور بیګا او سبا ته راتلل، کوچنیانو د باندي لوبې کولي او هر چا تر خپل وس ښایسته جامې اغوستې وي، غټ دیګونه په اور باندي وو او لوګي یې پورته کیدل،په کلا کې پیغلو رنګ په رنګ کالي اغوستي وو،کوچنیو نجونو په لاسونو کې سره اودشنه دوسمالونه نیولي وو او لاسونه یې په نکریزو سره وو،نجونو د یوې بلې د جامو صفتونه کول،هر طرف ته خوشحالې وه،ځوانانو په لاس کې چایجوښونه نیولي وو او د چایو پیالې یې ډکولې”

امین ته پلوشې یوه ماشوم ور ولیږو، امین ورغی”ورورکه ګوره کنه تا زما سره وعده کړې وه چې دوه جوړه کالي به درته آخلم، یو جوړه ابا راته راوړي دي او ببو وایي دغه دي بس دي،

امین یې په سر لاس ورتیر کړ”خورې که وخت مې پیدا کړ خامخا یې درته راوړم مه خفه کیږه واده خو هسې هم سبا ته دی اوس ورځم ملګرو ته،مازدیګر به یې درته راوړم”

مازدیګر امین موټر کې کیناست دوه ملګري یې نور هم ورسره کړل، بازار ته روان شو،اربکیانو په پوسته لاس ورکړ، امین ټنډه تریوه کړه او ورته ودرید، قوماندان غږ وکړ دا نو بیا لندنی راغلی دی،امین مخامخ کتل،څنګ پوري ناست عابد ورته و ویل چې بازار ته ځو تالاشي واخلئ ناوخته دی،اربکیان د موټر نه تاو شول،د موټر سیټونه یې وکتل،یوه اربکي د وړوکي موبائل غوندي الیکترونکي شی پټ د سیټ لاندي ورته کیښود،دروازې یې ور بندې کړي او د تګ اشاره یې ورته وکړه،موټر روان شو خړ ګردونه پورته شول، جاجو په یوه لاس کې مخابره نیولې وه په بل لاس یې پوزې ته دوسمال ونیو او  د سترګو د کونجو یې موټر پسې وکتل او مسکا یې په شونډو خپره شوه.

د ماښام لمونځ په قضا کیدو وو، امین ته یې پلار زنګ و وهلو او ورته غوسه وو چې میلمانه دي دلته پریښې ده او ته بازار ته تللی یې، امین موټر د سامانه ډک کړ او کور ته را روان شو،د پلوشې لپاره یې دوه جوړه جامې اخیستې وي،پلوشه هم خوښه وه،او امین ته انتظار وه.

امین په پوسته تیر شو،جاجو پسې وکتل او نور اربکیان ته یې و ویل دي لندني د جاجو د دوښمنې خوند نه دی لیدلی،کلي ته چې موټر نږدي شو،په هوا کې د بې پیلوټه الوتکې غږ شو، په تیاره کې یوه سره لمبه د امین د موټر په طرف لاړه او موټر باندي ولګیده،دوه میزایلونه نور هم په موټر وموښتل.

د کلي خلکو د موټر په طرف منډه کړه، کور کې یې پلار و ویل خیر خدایه امین کور ته را روان وو،هغه کلاه چې د شور او خنداګانو د لاسه په دوو غوګو څه شی پکې نه اوریدل کیدو اوس پکې ژوره چوپتیا حاکمه شوه، ټولو په دعاګانو پیل وکړ، ځیني خلک موټر ته رسیدلي وو،کوچنۍ پلوشې لوڅې پښې په پلار پسي منډې وهلې ،په موټر بلې د اور لمبې تر هغو لمبو زیاتې وي چې دیګونو پسې پورته کیدلې. پلار یې موټر ته ور ورسیدو،امین زګیروی کولو او سر یې بې اختیاره د موټر نه د باندي راوتلی وو، اور دومره زیات وو چې موټر ته څوک نشول ور نږدي کیدلی،پلوشه په خړو خاورو کې کیناسته او په چیغو شوه،د پلوشې جامې او امین دواړه د اور.په لمبو کې پټ وو،ځیني خلکو کلي ته بیرته منډه کړه او په سطلونو کې یې اوبه را راونې کړې وي، څو ځوانان ور مخکې شول آمین یې د موټر نه راکش کړ او  لاندي یې راوچاوو،د امین زګیروي هم ختم وو او د واده سپین کالي یې سوځیدلي او په وینو سره وو،پلار یې سر ته کیناست او مخې ته یې څادر ونیو تر څو چې خپلې اوښکې پټې کړي.

تلویزون ته د سیمې خبریال راپور ورکړ “په لوګر  کې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان د بهرنیو ځواکونو په برید کې د خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی ده، یاد قوماندان څه وخت مخکې په محلي پولیسو مرګونی برید هم کړی وه چې یو قوماندان پکې ټپي شوی وو”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close