سویس کې  د ریل ګاډي۵۷ کیلو متره اوږد تونل جوړ شو

 

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت

په سویس کې د نړۍ تر ټولو اوږد تونل  ګټې اخیستنې ته په رسمي توګه پرانیستل شو،چې  د پرانیستو په مراسمو کې يې د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند،  د ایټالیا لومړي وزیر ماتوو رنزي او د  مسلمانانو په استازیتوب  یو امام ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې ددې تونل  ساختماني کار چارې ۱۷ کاله مخکې پيل شوې وې. ددې تونل  اوږدوالی  ۵۷ کیلومتره  دی  او څه باندې   ۱۲ میلیارده ډالره  لګښت پرې راغلی دی.

دې تونل  په نړۍ کې تر ټولو  د اوږد او ژور  د ریل ګاډی  تونل  نوم  ترلاسه کړ. چې په رسمي توګه د پرانیستل کیدو نه وروسته  لومړنی  ریل ګاډې  پکې  تیر  شو

دا تونل د شمالي او سویلي اروپا ترمنځه  د سویس  د الپ غرونو په لړۍ کې  جوړ شو.

سویس چارواکیو ویلي دي، چې ددې تونل نه به  د ګړندي ریل ګاډي سربیره  د باربرۍ  په برخه کې هم  ګټه پورته شي.  چارواکو زیاته کړه، چې  پدې خط باندې  په کال کې یو میلیون باربري  لارۍ کار کوي. له دې څخه وروسته  به  دا مالونه  د ریل ګاډو  له لارې انتقالیږي.

د یادولو وړ ده چې  ددې تونل د فعالیدو نه د مخه  د نړۍ تر ټولو  اوږد  تونل  په جاپان کې موقعیت درلود. په جاپان کې  د ګوت هارد تونل  ۵۳ عشاریه ۹ کیلو متره  اوږدوالی  لري. هماشان د مانش  تونل  چې انګلستان او فرانسه يي د یو بل سره نخلولي دي  ۵۰ عشاریه ۵ متره  اوږدوالی  لري.

په خبر کې راغلي، چې  ددې تونل کیندلو په چارو کې ۸ کار کوونکي د تیږو اوکولې د راغورځېدو له امله وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close