سوېډن: ۲۵کلن افغان مهاجر خپله ۲۲کلنه ټولنیزه مرسته کوونکې وژلې

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د سوېډن په موندال ښار کې یوه ۱۵کلن افغان مهاجر د دوشنبې په ورځ خپله ۲۲کلنه ټولنیزه مرسته کوونکې وژلې ده.
خبر لیکي چې یاده ۲۲کلنه مرسته کوونکې مېرمن لبناني الاصله ده.
نوموړې د ماشومانو لپاره په یوه مرکز کې دنده درلوده.
خبر کاږي، کله چې یاده مېرمن د یاد افغان مهاجر له لوري په ملا باندې د چاقو په مټ ووهل شوه نو روغتون ته یوړل شوه، ډاکټرانو یې په ژغورلو کې ډېرې هلې ځلې وکړې خو کامیاب نشول.
یاد افغان مهاجر د پېښې وروسته نیول شوی دی.
دا چې د ماشوم عمر له 18 کلو کم دى، قانوناسزا نه لري نو ښایي د نوموړي افغان ماشوم سزا هم ډېره سخته نه وي.
همدا شان د سوېډڼ لومړي وزیر سټيفن لوین غوښتنه کړې ده تر څو د یادې پېښې په اړه چټک او څېړنیز مالومات وشي.
له بلې خوا پولیس وايي چې دغه پېښه ترهګریز رنګ نه لري، خو د لامل د مالومولو په هڅه کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close