سيمه ييز ارګانونه: د والي په توګه د عطانور لاسليک اعتبار نه لري

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ د ولايت پر سر د ارګ او د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ ناندرې روانې دي.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۴) د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، له دې وروسته د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور لاسليک په دولتي ادارو کې د اعتبار وړ نه دی.

د يادې ادارې وياندې منيره يوسف زاده وايي، په بلخ کې له سياسي تاوتريخوالي وروسته به د دغې ولايت لپاره انجينير داود د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ د ولايت پر سر د ارګ او د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ ناندرې روانې دي.

ولسمشرۍ ماڼې شاوخوا درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د عطا نور استعفا يې منلې او پر ځای يې انجينير داود والي ټاکل شوی، خو نور وويل د ولسمشر غني پريکړه يو طرفه ده او دی خپله دنده نه پريږدي.

درې ورځې مخکې داسې راپورونه ورکول شول، چې د بلخ نوی والي انجنير داود په دهدادي ولسوالۍ کې په شاهين قول اردو کې د والي په توګه معرفي کېږي او هلته به خپله دنده پيلوي، خو وروسته د چارواکو له لوري دغه راپورونه اوازې وبلل شوې.

ويل کېږي، جمعيت اسلامي د عطا محمد نور د ليرې کېدو پر سر ارګ ته لس شرطونه وړاندې کړي، چې مهم يې پکې دغې ولايت لپاره والي ټاکل د عطانور په خوښه او په اساسي قانون کې د بدلون لپاره کمېسيون ټاکل، د لويې جرګې رابلل او څو نور شرطونه دي.

د نږدې يوې مياشتې په پوره کېدو لا هم د بلخ نوی والي انجينير داود نه دی توانېدلی چې دغې ولايت ته سفر وکړي او خپله دنده پيل کړي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close