سيګار: اداري فساد د افغانستان د بيارغونې په مخ کې ستر خنډ دی

کابل ټکی کام ۳۰عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي څارونکي (سيګار) ادارې ويلي، چې اداري فساد په افغانستان کې د بيارغونې او پرمختګ په وړاندې ستر خنډ دی.

د يادې ادارې مشر جان سوپکو د امريکا په روډ آيلنډ پوهنتون کې په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره بايد له اداري فساد سره اغېزمنه مبارزه ترسره شي.

سوپکو په دې اړه وويل: «افغانستان کې چې موږ هره هڅه کوو، اداري فساد يې له منځه وړي، که ټاکل شوې وي، چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او په دې هېواد کې زموږ لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، نو له فساد سره بايد اغېزمنه مبارزه ترسره شي».

د افغانستان د ګډ حکومت مشرانو له اداري فساد سره مبارزه له خپلو لومړيتوبونو ياده کړې وه، خو حکومت تر دې دمه د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close