سيګار: افغان پوځ د بلک هاک هليکوپرتو کارولو وړتيا نه لري، باید دغه الوتکې ورنه کړل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار اداره “سيګار” وايي، چې د افغانستان پوځ د بلک هاک الوتکو د کارولو پوره وړتيا نه لري او دغه الوتکې بايد ورنه کړل شي.

سيګار په خپل وروستي راپور کې ويلي، افغان هوايي ځواک د بلک هاک هليکوپرتو د چلولو لپاره پيلوټان او د روغو ساتلو لپاره انجينران او پوره تجهيزات نه لري.

امريکا تر اوسه افغانستان ته UH-60 شپاړلس هليکوپترې ورکړي او تمه ده چې تر ۲۰۲۳ميلادي کال پورې دغه شميره ۱۵۹ تنه ورسوي.

سيګار وايي، دا چې د امريکا دفاع وزارت د امريکايانو ماليه ورکوونکې پيسې په دغه پيسو لګوي او افغان هوايي ځواک يې د ساتلو وړتيا نه لري نو بايد په دې اړه بيا کتنه وشي.

که څه هم افغان پوځ د امريکايي هليکوپترو تر څنګ تر ډيره روسۍ چورلکې هم کاروي خو په تيرو څو کلونو کې څو ځلې دغه چورلکې نسکورې شوي چې د چارواکو په وينا د ډيز زړښت او تخنيکي ستونزو له کبله سقوط شوي خو طالبانو بيا په وسلو د يوشمير هليکوپترو د نسکورلو ادعاګانې هم کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close