سيګار: د افغان پوځ پر روزنه بې ځايه پيسې لګېدلي، مثبته پايله يې نه ده لرلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۰)

افغانستان لپاره د امريکايي مرستيو او بيا رغونې د څار ادارې (سيګار) ويلي چې د افغانستان پر ملي اردو او پوليسو لګول شويو سلګونه ميليونه ډالرو هيڅ مثبته پايله نه ده لرې او ډيری يې بې ځایه لګول شوي دي.

د سيګار له لوري په تازه خپاره کړي راپور کې چې تيره ورځ يې نشر کړی له ۲۰۱۵م تر ۲۰۱۸م کال تر اپريل پورې د امريکايي پوځ له لوري افغان پوځ ته د مشورو ورکولو او روزنې ماموريت ته کتنه شوې او دغه ماموريت يې اروزلی دی.

سيګار ويلي، دفاع وزارت له ۲۰۱۰م کال راهيسې د (يو ميليارد شپږ سوه شل) ميليونه ډالرو په ارزښت له قرارداديانو سره څلور قرادادونه کړي چې افغان پوځ ته به روزنه ورکوي چې له جملې يې نور ختم شوي خو يوازې يو پاتې دی چې هغه به هم په روانه نومبر مياشت کې ختم شي.

راپور کې راغلي، د يادو قراردادونو په بشپړېدو لا هم د افغان پوځ په پياوړتيا او پرمختک کې هيڅ مثبت اغېز نه دی معلوم زياتوي چې د فاع وزارت د نيمګړي پلان او نه څارنې له امله د دغو هڅو مثبت پرمختګونه نه ليدل کېږي.

سيګار وايي، پر دغه قراردادونو د څارنې د نه موجوديت او ورته ډول نورو ستونزو له کبله يادې پيسې بې ځايه لګول شوي دي.

د تير کال په دسمبر مياشت کې  د سيګار ادارې مشر جان سوپکو ويلي و، چې افغانستان کې نږدې ۱۲۰ ميليارده ډالره په بيا رغونه لګېدلي چې سلګونه ميليونه يې په بېلابېلو برخو کې د فساد له کبله ضايع شوي دي.

سيګار اداره وايي، د بيا رغونې لپاره د پيسو تر ټولو زياته برخه په امنيتي برخه کې لګول شوې لکه د افغان پوليسو او پوځ په روزنه او هغوی سره په مرسته مصرف شوي، زياتوي چې ښکاره خبره ده په دغه برخه کې ډېر فساد شوی دی.

سيګار د ۲۰۱۷م کال په لسمه مياشت کې يو راپور خپور کړ او ويلي يې و چې تر ټولو زيات فساد د کورنيو چارو وزارت کې شوی دی.

دغې ادارې ويلي: د کورنيو چارو وزارت پر ځای د دې چې د فساد سره مبارزه وکړي په ميليونونو ډالره يې بې ځايه لګولي او خپل دفترونه يې د ماڼيو په څېر عصري جوړ کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close