سي اېن اېن: ښايي سعودي د جمال خاشقجي پر وژنې اعتراف وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د امريکا سي اېن اېن تلوېزيون ويلي چې سعودي عربستان د داسې يوه راپور پر چمتو کولو کار کوي چې ښايي پر دې اعتراف وکړي چې جمال خاشقجي په تيروتنې سره وژل شوی دی.

سي اېن اېن دغه خبر د سعودي چارواکو له قوله ورکړی زياتوي چې د دغه هېواد دوو سرچينو ورته ويلي، چې ټاکل شوې وه خاشقجي د ترکيې له خاورې سعودي ته وتښتول شي.

راپور زیاتوي، ممکن سعودي چارواکي ومني چې جمال د ځانګړې ډلې له خوا په خپلسرې توګه وژل شوی دی.

سعودي لیکوال او ژورنالست شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په ترکيه کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی و چې همالته تری تم شو او تر اوسه يې د ژوند او مرګ درک نه دی شوی.

د ترکيې لويه څارنوالۍ وايي، داسې اسناد په لاس لري چې جمال د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی او د استانبول پوليس هم ادعا کوي چې نوموړی د ځانګړې ډلې له خوا لومړی شکنجه شوی او وروسته په برقي اره ټوټه ټوټه شوی دی.

له بله پلوه امریکايي رسنيو هم ويلي، چې خاشقجي د سعودي په کونسلګرۍ کې د پلټنو پر مهال تر شکنجې لاندې وژل شوی دی.

د ترکيې رسنۍ وايي، په لومړي ځل په استانبول کې ترکي پوليس د سعودي سفارت ته د پلټنو لپاره داخل شوي دي.

د دې ټولو ادعاګانو باوجود سعودي پاچا شاه سلمان په دغه وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

تيره اوونۍ د امريکا ولسمشر ټرمپ وويل، که سعودي د جمال په وژنه کې تورن وپيژندل شي نو له سختې سزا سره به مخ شي او ښايي بنديزونه پرې ولګول شي.

له بله پلوه د سعودي شاهي ماڼې ته نږدې سرچينو ويلي، چې سعودي د امريکا د ګواښونو او ممکنه بنديزونو پر وړاندې د بدیل په لټه کې دی.

داسې ګونګوسې هم شته، که امريکا پر سعودي بندیزونه ولګوي ښايي سعودي به نړۍ ته د تيلو صادرات بند کړي چې له امله به يې د تيلو بيې لوړې شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close