سپنتا: طالبان راتلونکي دي او ښایي کلونه شاته ستانه شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، که وغواړو او کنه طالباني سیاست را روان دی.
نوموړی زیاتوي، دا یقیني ده چې طالبان به بیا راځي او په سیاست کې به ځان دخیل کوي.
سپنتا ویلي، ښایي د طالبانو له راتګ سره مونږ کلونه شاته ستانه شو، ځکه چې په وینا یې هغوی هغه څه غواړي چې له دیموکراتیکو اصولو سره په ټکر کې دي او یواځې مذهبي بڼه لري.
نوموړی وایي، چې د دې وضعیت راتګ ته نه پخپله او نه د حکومت کوم چارواکی خوشبین دی، خو دا وضعیت په غیر مترقبه توګه راتلونکی دی.
بل پلو د اجرایه ریاست ویاند فریدون خوځند وایي ، ټول چارواکي باید خپلې ویناوې د ملي ګټو په ګرداب کې راوڅرخوي، طالباني سیاست حکومت او افغانانو ته د منلو نه دی او نه به راشي.
دا څرګندونې داسې مهال مخته راځي چې د طالبانو او امریکایي استازي ‘زلمي خلیلزاد‘ تر منځ خبرې شوې او سولې ته تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close