”سبا شپه به سپوږمۍ تندر ونیسي“

د امریکا فضايي اداره ناسا وايي سبا د جمعې په شپه به د افغانستان پر وخت په ۹:۴۴ دقیقو د سپوږمۍ تندر نیول شروع شي.

ناسا ادارې ویلي، پر سپوږمۍ به ورو ورو د ځمکې سیوری ور روان شي او له ۱۲:۰۰ تر ۱:۴۳ پورې به سپوږمۍ مکمله پټه وي.

ناسا زیاتوي، په ۱:۴۳ بجې به بېرته له سپوږمۍ د ځمکې سیوری ورو ورو لیرې کېدل شروع شي، او د سهار په ۳:۵۸ بجو به سپوږمۍ بېرته روښانه شي.

د سپوږمۍ تندر نیول:

مسلمانان د سپوږمۍ او لمر د تندر نیولو لامل د ګناهونو ډېروالی او د خدای جل جلاله قهر بولي.

د سپوږمۍ تندر نیول او ساینس:

خو ساینسپوهان بیا دا چاره بل ډول تعریفوي هغوی وایي:

کله چې لمر، زمکه او سپوږمۍ په یوه نېغه کرښه کې سره برابر شي او د لمر او سپوږمۍ تر منځ زمکه راشي، نو بیا د زمکې سیوری په سپوږمۍ راوغورځېږي او د لمر رڼا له سپوږمۍ بنده شي. بیا سپوږمۍ توره شي او تر درې نیمو ساعتونو پورې دوام کوي. دا پېښه د قمري میاشتې په نیمایي (14مه، 15مه 16 مه) کې پېښېږي.

ساینسپوهان وایي، د سپوږمۍ د تندر نیولو پېښه تر درې نیمو ساعتونو پورې ځکه اوږدېږي چې د ځمکې د کرې حجم تقریبا 81 کرته د سپوږمۍ د کرې تر حجم زیات دی، نو تر ډېره وخته پورې سپوږمۍ تر خپل سیوري لاندې نیسي.

د لمر تندر نیول:

ساینسپوهان وایي، لمر هغه وخت تندر نیسي چې کله د لمر او زمکې تر منځ سپوږمۍ واقعه شي. یعنې، لمر، سپوږمۍ او ځمکه په نېغه کرښه کې سره برابر شي، چې په مينځ کې سپوږمۍ وي، نو په دې صورت کې د سپوږمۍ سیوری په ځمکه باندې راشي او لمر د هغو خلکو له نظره پټ شي چې څوک د سپوږمۍ تر سیورې لاندې راځي، له دوو تر اووو دقیقو پورې لمر پټ شي. دا پېښه د قمري میاشتې په دېرشم یا نهه ویشتم تاریخ باندې کیږي، بل وخت نه پېښېږي.

اسلام او تندر نیول:

مسلمانان عقیده لري چې الله جل جلاله سپوږمۍ د چا له امله په تندر نیولو نه مکلفه کوي، خو د بنده ګانو عبادت هڅول او له ګناهونو توبه کولو ته یې پام کوي. ذوالجلال جل جلاله د خپل قدرت نښې ښکاره کوي او د لمر او سپوږمۍ تندر نیول د هغه د قدرت ښکاره نښې او آثارات دي.

څیړونکي او لیکوال، ابورفیع لیکلي، چې د ساینسپوهانو څېړنه د دې کار نږدې سبب دی چې ځمکه د سپوږمۍ په مقابل کې د لمر د رڼا حایله وګرځي، خو لیرې سبب یي په حدیث مبارک کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي:

إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَا يَكْسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ، وَلَا لِحَيَاتِهِ، وَلَكِنَّهُمَا مِنْ آيَاتِ اللهِ، يُخَوِّفُ اللهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ كُسُوفًا، فَاذْكُرُوا اللهَ حَتَّى يَنْجَلِيَا .رواه مسلم.

ژباړه: لمراو سپوږمۍ د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله تندر نه نیسي، بلکې دا دواړه د الله تعالی د قدرت نښې دي. خپل بندګان ورباندې ډاروي. کله مو چې تندر نیول (د لمر یا سپوږمۍ) ولیدل، نو د الله تعالی ذکر کوئ تر دې چې بېرته روښانه شي.

له دې حدیث شریفه معلومه شوه چې د دې په ذریعه الله تعالی خپل بندګان وېروې تر څو الله تعالی ته متوجه شي او له ګناهونو توبه وباسي، نو د بندګانو ګناهونه یی لیرې لامل دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close