سپينه ماڼۍ: که مسکو په سوریه کې پوځي فعالیتونه ونه دروي، جګړه به ونښلي

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد

سپينې ماڼۍ خبرداری ورکړی که مسکو په سوریه کې کې خپل پوځي فعالیت ته پراختیا ورکړي، نو د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو او روسیې تر منځ نښته به رامنځته شي.

په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې داعش پرضد هوايي عملیات کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون سه شنبه په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، واشنګټن انديښنه لري چې مسکوښايي سوریې ته اضافي پوځيان او الوتکې استولې وي، چې په دې سره په منطقه کې د جګړې امکان دی.

جاش ارنسټ څرګنده کړه چې داسې اقدامات په سوریه کې د زیاتو خلکو د وژل کیدو او د کورنیو د بې ځایه کیدو سبب کیداي شي او دا امکان پیدا کوي چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې نښته ورسره وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close