سپیانو ته بوټونه ورپه پښو کړئ – د سویټزرلېنډ پولیس

د سويټزرلېنډ د زیورخ ښار پولیسو د سپیانو خاوندانو ته لارښوونه کړې چې له سختې ګرمۍ د خپلو سپیانو د پښو ساتلو لپاره بوټونه ورپه پښو کړي.

بي بي سي انګلیسي د سویټرزلېنډ د یوې دولتي رسنۍ له خولې خبر ورکړی چې د زیورخ ښار پولیسو د ”ګرم سپي کمپاین“ (Hot Dog campaign) په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.

په دې کمپاین کې پولیس د سپیانو خاوندانو ته لارښوونه کوي چې څنګه په ګرمي کې خپل سپیان ساتلای شئ.

د سپیانو خاوندانو ته ویل شوي چې په دې ګرمه هوا کې سپیانو ته پر سړکونو ګرځېدل سخت دي، او د لوڅوالي پر مهال د یوه انسان په څېر د سپي پښې هم سوځي.

سوئٹزر لینڈ

د سوېس انفو نیوز ویبپاڼې د خبر له مخې، په اروپا کې د سختې ګرمۍ له امله، له ۱۸۶۴تم ز کال راپدېخوا په دې هېواد کې سخته ګرمي راغلې ده. په سوېټزر لېند کې دمګړی د حرارت درجه ۳۰ سیلیس ته رسېدلي ده.

د زیورخ ښار د پولیسو ویاند، مایکل والکر، همداراز ویلي چې له کوره د خپلو سپیانو تر ایستلو وړاندې یو ځل معلومه کړئ چې ځمکه خو به زیاته ګرمه نه وي. پولیسو همداراز خلکو ته ویلي چې خپل سپیان باید په ګرمو موټرونو کې پرېنږدي او باید دا یقیني کړي چې د څښاک لپاره کافي اوبه ورته شته.

مایکل والکر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ”ایا بهر زیاته ګرمي ده؟ نو پر هغو لارو او سړکونو مه ځئ چې زیاته ګرمي پکې وي، خپلو غټو سپیانو ته بوټونه ورپه پښو کړئ او کوچني په غېږه کې واخلئ.“

سرچینه
بي بي انګلیسي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close