سپينې سولې ته

اکرام الدین ” مفتون ”

سولې راشه افغانان دې ارمانجن دي
سولې ټول مسلمانان دې ارمانجن دي
سولې دښتې کاڼې غرونه دې هم غواړي
سولې ونې او مارغان دې ارمانجن دي


سپينې سولې ته زمونږ د ژوند ارزو يي
په ژړغونو دعاګانو کې دې غواړو
بلوو درپسې شپې ډیوې د اوښکو
په د‌ې تتو رڼاګانو کې دې غواړو


دبلبلو نغمې ستا په مینه اورو
راته ښکارې د غاټولو په مسکا کې
سرچینه چې له سپېڅلې مینې اخلي
لټوو دې د دې ټولو په مسکا کې


سولې کونډې یتیمان دې لارې څاري
سولې ډېر اوتر اوتر درپسې ګرځي
سولې راشه دا غمجن ولس پخلا کړه
دا له ژونده مرور درپسې ګرځي


سولې دلته هره خور تاپسې مړه ده
سولې دلته هر یو ورور له تا قربان دی
سولې ته د هر یو پلار د ژوند سکون یي
سولې زړه د هر افغان درپسې وران دی


که ته نه یي خو، له مونږه هېره نه یي
ستا امېد زخمي زړګو کې راسره دی
ستا تصویر د هاغه سپین بیرغ په غيږ کې
لمدو سترګو او لېمو کې راسره دی


شاګردان د مدرسو او مکتبونو
سولې نوم دې کتابونو باندې لیکي
جینکۍ دې په غمجنو اخترو کې
په نکریزو په لاسونو باندې لیکي


سولې دغلته چې هره مور دعا کړي
اول ګران هېواد کې تا له خدایه غواړي
بیا په دې پردو او خپلو ظالمانو
واکمن دا طالب ملا له خدایه غواړي


ته زمونږ په غیرتي وینه کې ګډه
سولې ته مو په بدن کې لکه ساه يي
بې لتانه زندګي ډاډمنه نه ده
سولې ته مو دې تیاره ژوند ته رڼا يي


ستاهجران کې مو ژوندون ټپي ټپي دی
هرساعت مو ستا ټکور ته ضرورت وي
سولې ستاغېږه د مور د غېږ په شان ده
ګوره ژوند کې څومره مورته ضرورت وي


سولې هره شپه د ستا غم کې ویده شو
ستا په هیله هر سهر له خوبه پاڅو
سولې ستا په باب خوبونه سره وایو
سولې مونږه چې اکثر له خوبه پاڅو


سولې تاسره مو مینه ازلي ده
سولې ته مو يي د ژوند سره تړلې
سولې ستا مینه مو ټول وجود کې حل ده
مونږ ته مور یي په شودو کې راخوړلې


د توحید د کلیمې تر زده کړې وروسته
د توحید کلیمه ټوله ورته ښایو
بیا بچي ته د قرآن سره ترڅنګه
لمونځ اخلاق جهاد او سوله ورته ښایو


سولې غږ مې د هوا په څپو واوره
د هېواد روان حالات درته لیکمه
ګوندې زړه دې په مونږ وسوځي او راشې
خبروم دې مشکلات درته لیکمه


دشاعر په شان په شعر کې ستا حضور ته
سولې تاته ددې وران وطن انځور ږدم
افغانی استقلال ستا سکنی ورور دی
یو مړژواندی تصویر تاته دې ورور ږدم


سولې دلته د بمونو مور راغلې
د خنځیر اولاد ترې‌ ګېرچايېره تاؤ دی
په وچ زور دېموکراسي عملي کیږي
ټول ملت يي اخته کړی په کړاؤ دی


یرغلګر د لېونو سپو غوندې ګرځي
افغانان خوري وحشتونو باندې اوړي
غلامان د کیوالو سپو په شانته
اول دوي ورته کورونو باندې اوړي


سولې ستا قدرداني یې چې کوله
بمبار شوي جوماتونه مدرسې دي
سولې ستا د پلویانو برخلیک کې
دار زندان دی او کافر‌ې زولنې دي


سولې ستا له خوندورې غیږې پرته
پسرلی راشي اختر راشي بې خونده
هغه مینه او مستي وطن کې نشته
سهار مړ وي ماځیګر راشي بې خونده


د ښایسته افغانستان رنګ بدل شوی
پرې هر وختې د بمو باران وریږي
د نښترو چینارونو ځوانۍ وسوې
شنو درو نه د باروتو لوګي خیږي


ګودرونه هدیرو باندې بدل دي
ځوانان نشته په حجرو کې خاموشي ده
انقلاب دی زهرجن بادونه لګي
واړۀ ګنګس دي کوڅو کې خاموشي ده


سولې هره شپه وحشت وي او چاپې وي
په غریب ولس بمبار د طیارو وي
سولې دلته چې سهار شي لمر راخور شي
په هر کلي کې اعلان د جنازو وي


دا د غرونو په لمن کې جنډې وینې
دلته څو وارې شپونکیان شهیدان شوي
دغه ړنګه چې پرته ده مدرسه ده
سولې دلته شاګردان شهیدان شوي


دا په ونو کې په وینو سرۀ شالونه
دلته شوی په واده باندې بمبار دی
سولې دلته د بمونو بازار تود دی
دلته شوی په هرڅه باندې بمبار دی


سولې دلته داسې ځای د سکون نشته
چې یو څه وختې زړګی په کې ډاډه شي
د بمونو تجربې راباندې کیږي
دلته هره ورځې نوې حادثه شي


هغه بله ورځې ډک جومات بمبار شو
ګوره سوې سیپارې په وینو سر‌ې دي
سلګۍ شته خو د اذان ازانګه نشته
ړنګ ممبر او منارې په وینو سرې دي


خوښۍ مړې دي د غمونو غبار خپور دی
د سلګیو اثر پروت دی په سندرو
خویندې ساندو کې ورک شوي وروڼه غواړي
سولې ژوند مو بدرنګ کړی یرغلګرو


په غریو جن انداز یو بل ته غاړې ورکړو
سولې مونږ چې سره خپلو کې مخ کیږو
بمبار وشو، جنګ وو مرګ او ژوبله وشوه
بس مدام سره په دې موضوع غږيږو


فرعونیان ګرځي وطن قصابخانه ده
بس د خپل طبیعت وژنې پکې کیږي
د دښمن راباندې ښه ورځ نه لوریږي
چې خوښۍ لمانځو چاؤدنې پکې کیږي


سولې ستا د دښمنانو تصویرونه
د ښار دنګو دېوالونو باندې ښکاري
تا لا څه چې د ستا نوم زغملی نه شي
ړنګ په ړنګو دېوالونو باندې ښکاري


سولې دا زمونږ د ستړي ژوند تصویر دی
د کاغذ په مخ مې ستا مخې ته کېښود
اوس دې خوښه ده چې څنګه فېصله کړې
ګرانې سولې دا اختیار مې تاته پرېښود


خو یوه کیسه چې ډېره ضروري ده
غواړم دا په دې اخرکې درته وکړم
سولې تاته خپله غاړه خلاصومه
دا یو راز به در ښکاره درته د زړه کړم


هغه دا چې زه په تا نیوکه نکړم
چې ته ولې د ولس پوښتنه نکړې
ماته ستا د جدايۍ سبب معلوم دی
چې ته نه راځې په خپل ګمان کې ښه کړې


زه پوهېږم چې په څه يي مروره
سولې ستا مرورتوب ته مې سلام دی
پښتنه یي یرغلګر دې نه خوښیږي
ستا غیرت او مېړنتوب ته مې سلام دی


ته د هغو افغانانو نه خفه یي
چې کافرو سره ګرځي ټيټې سترګې
خپل وطن کې یرغلګرو ته زارۍ کا
دا عسکر ورته کوړتیږي لکه چرګې


سولې ستا خفګان په حقه باندې بولم
خو زمونږ دغه یو څو خبرې واوره
مونږ خو پېژنې کنه مونږ طالبان یو
لږ زمونږ د لېونو خبرې واوره


دا ټوپک او کمربند چې راسره دي
دا د ستا لېونۍ مینه راسره ده
شپه او ورځ ستا دښمنانو پسې ګرځو
کلک ایمان غیرتي وینه راسره ده


زمونږ خوښه يي په تا باندې میین یو
خپلوو دې د زړګیو په بدل کې
دښمنان دې ورکوو د ګران وطن نه
راولو دې د ځوانیو په بدل کې


ځورېدلی ملت تا راځنې غواړي
سولې ستا غم کې په مړه باندې حساب دی
مونږ خو ستا په سر نړۍ سره په جنګ یو
هسې نه چې جنګ زمونږه انتخاب دی


د سپېڅلي سپين بیرغ تر سیوري لاندې
تا به ټول عمر پالو په خپلو وینو
چې ځوانان د عمري لښکر ژوندي وي
ژوند به تنګ وي په جهان د مفسدینو


فولادي عزم مو کړی دی که خیر وي
په تندیو مو لیکلې کلمه ده
دا هېواد درته په وینو باندې وینځو
ګرانې سولې دا مو تاسره وعده ده


په شرعي ښکلي لباس کې لکه ناوې
پښتنې سولې راوړو دې ګران هېواد ته
د مفتون طالب ملکرو ته دعا کړه
په همدې هوډ را وتلي دي جهاد ته

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close