سپینې ماڼۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ضروري وګڼله

کابل ټکی کام (سه شنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
وروسته له هغه چې په هېواد کې د طالبانو له لوري بریدونه زیات شوي او ګڼې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي، ولسمشر اوباما هم پخپله یوه وینا کې افغانستان ته د «لاهم خطرناک دی» نسبت وکړ، خو دا یې په ډاګه کړه چې له طالبانو سره سولې ته هم له بل هر وخت څخه زیاته اړتیا پیدا شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په واشنګنټن کې خبریالانو ته د امریکايي چارواکو له هغو څرګندونو چې «افغانستان اوس هم تر بل هر وخت څخه لوی خطر دی» د دفاع په موخه وویل چې «دا منم او په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان یوه خطرناکه سیمه ده.»
کربي د کابل پرونی برید د امریکایي چارواکو د یادې ادعاء پخلی وبللو.
خو ده وویل چې اوسمهال هم تر بل هر وخت سولې ته اړتیا لیدل کیږي، تر څو دا کشاله مسئله نوره حل شي.
هغه وویل چې له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې کول ډېر چانسونه لري.
له بلې خوا د هېواد د ځينو سیاستوالو او کارپوهانو له نظره چې په پګواش غونډه کې د طالبانو له لوري وړاندې کړی شوي شرطونه د منلو وړ دي، که یې څوک ونه مني نو هغه به سولې ته ژمنتیا نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close