سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې توګه واخستل شي او د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټې په نظر کې ونيول شي، په پولادي عزم او سپيڅلې هوډ د قدم د پورته کيدو سره سم د کاميابۍ زيرې ترلاسه کيږي، چې په دې سپيڅلې غزم او ارادې سره ډيرو د خپلو قربانيو ثمره ليدلې ده.

افغان مؤمن او په ازادۍ سرور کوونکي ولس د خپل سپڅلې پاڅون (مقدس جهاد) له برکته هغه څه ترلاسه کړل چې ډيرو فرغونيانو په خپل ټول توان او طاقت سره نه دي ترلاسه کړي، هغه چې په واکمنۍ کې به ېې لمر ډوبيده (پرنګ) په افغانستان کې د افغان مجاهد ولس د سپيڅلې هوډ په مقابل کې د ماتې سره مخ او له افغانستانه ېې په تيښنه پښې سپکې کړې.

په افغانستان کې تل يو شمير تش په نوم افغانانو د خپل ولس او خپلې خاورې په مقابل کې د پرديو د غلامۍ ځنځير په غاړه کړی، چې د کم وخت په تيريدو سره غلامان او باداران ېې دواړه د شرم او کوزګورۍ سره مخ شوي دي، چې له پرنګه واخله تر صفوي او روسي يرغلګرو د دورې یې جوت ثبوت دى.

په افسوس سره بايد ووايو چې که څه هم د افغان د نوم سره د هر چا ذهن ته ميړنتوب، غيرت او په اسلامي احکامو برابر ژوند راځې، خو په همدې افغانانو کې بيا پرديپالي هم راپيدا شي، چې دا دی نن ېې هم د سر په سترګو ګورو. له نيکه مرغه د افغان ولس د سپيڅلي مقاومت له برکته دغه جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره شوي او سره د ټول نړيوال قوته د درې مياشتو د اوربند غوښتنه کوي.

اشرف غني درې مياشتې اوربند اعلان او له هغه چا يې د اعلان تمه کوي چې اته مياشتې د مخه يې بادار (امريکا) او خپله دوی د نشت کولو خوبونه ليدل، اوس امريکا او افغان حکومت ته ثابته شوه چې د سرې او سپينې ماڼۍ خوبونه په افغانستان کې هيڅ وخت نه دي رښتيا شوي.

طالبانو چې په کمکي اختر کې اوربند اعلان کړ، هغه يې ولس ته دا ثابتوله چې هم يې سوله او هم يې جګړه په واک کې شته، خو د اشرف غني اوربند، سوله او جګړه درې واړه د بل په واک کې دې. خپله اشرف غني د درې لحظو د اوربند واک هم نه لري، دا درې مياشتې اوربند د درې ګونې قوې (سره پنتاګون، سپينې ماڼۍ او تورې سي.آى.اې) پريکړه ده، چې د اشرف غني په خوله اعلان کړل شوه.

د مخه به د فاع وزارت او امريکايي چارواکو طالب قوت ته قوت نه وايه، خو په ٢٠١٥م کې د کندز او بيا د فراه او غزني پر ښارونو بريدونو او مقاومت وښووله چې طالب سياسي او نظامي نړيوال قوت دی؛ ځکه يې په مقابل کې نړيوال ائتلاف شوي دى او د امريکا ښکرور جمهور رئيس ټرمپ د افغانستان د ازادۍ د ٩٩مې کليزې په پيغام کې اشرف غني ته ويلي چې روانې جګړې ته بايد يوه سياسي حل لاره وموندل شي.

طالبان (افغان ولس) سوله غواړي، د سولې په موخه يې د پردیو پر خلاف وسله واله مبارزه پېل کړې او د همدې سولې او امن لپاره ېې د ګل غوندې ځوانۍ قرباني کړې، اما هغه سوله چې امريکا يې غواړي، هغه د افغان ولس د ګټو لپاره نه بلکې امريکا يې د خپلو ګټو لپاره تبليغوي. امريکا هيخ وخت په افغانستان کې نه سوله کوي او نه له جګړې لاس اخلي، يواځې او يواځې د يو شمير له امريکايي سياسته ناخبره افغانانو او نړيوالو لپاره تبليغي کمپاين دی، چې امريکايي چارواکې يي پر مخ بيايي، خو بيا هم په دې خوښ يو چې د افغان ولس سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close