سړی به څه ووایي !؟

جواد څارگر

حیرانتیا ده؛ سړی حیران شي، نه پوهیږي څه وکړي او څه ووایي، هیواد کې عجبه سرچپه کانې روانې دي.

تېره ورځ مې د ولسمشر یوه ویډیو لیده، فکر کوم ژورنالیستانو ته خبرې کوي.

د خبرو په مابین کې لګیا دی، درګرده پلمټ خولې ته غورځوي او په ناز ـ ناز ماشومانه شخوند پرې وهي.

تېره ورځ د همدې نازدانه مفکر! د لومړي معاون داسې رازونه رسنیز شول چې غوږونه یې له شرمه، له اورېدلو عاجز دي

یو سپین ږیری سړی چې دده مرستیال هم و، د طلوع تلوېزیون په پرده راڅرګند شو او هغه څه یې وویل چې خوله پرې له زښت زیات مجبوریت پرته نشي چوله کېدلای.

تر دې مخکې به د وکیلانو، وزیرانو، او زور واکانو د ځامنو او ساتونکو په اړه راپورونه خپرېدل چې ګویا په نادارو خلکو جنسي تیري کوي، آن په ماشومانو خپل هوَس اشباع کوي او بیا یې وژني او اوس دې د شرم کار او ناوړه کاتو ته د ولسمشر لومړي معاون ملاتړلې.

د اربکیانو کرتوت چې وینو ـ ګورو، انسانیت یې په وړاندې شرمېږي.

لواطت، چرس،  شراب، غلاوې، قتلونه او زناوې یې ورځنۍ معمول دی. اربکیانو ددې نظام تر سیوري لاندې هغه څه ترسره کړل چې قلم یې په لیکلو د خجالت احساس کوي.

په دې ټولو ناکردیو سربېره، پرون ورځ د ننګرهار په خیوه کې یو اربکي قومندان له مکتبه یوه دیارلس کلنه نجلۍ تښتولې او د همدې نجلۍ بله خور یې له کوره بوولې او بیا یې دواړه په وچ زور، ځانته واده کړي.

پوښتنه دا نه ده چې دوه خویندې یوه سړي ته په نکاح کې ساتل، شرعاً جواز لري که نه؛ پوښتنه داده چې په دې ملک کې د قانون پر نوم څه شی شته او که نه؟

د نظام یو فرد چې تر شاه یې قوي بازو نه وي، څنګه دومره جرأت کولای شي چې د یوه بېچاره دهقان، دوې لوڼې له ځانه سره بوځي او بیا یې ځانته واده کړي؟

دا اوس دولتي نظام دی که مردګاوي؟

اوس یوې بلې سیالۍ زور اخیستی؛ د نظام له داخله هره ډله راپاڅېږي او له ځانه یو بوتل ته، د اتل لقب ورکوي.

دا کوم خلک چې د اتل لقب ته کاندیدان دي، یا پرې نازول شوي او یا نازول کېږي؛ د ټولو لاسونه تر مړوندونو د سلګونه او زرګونه، بېګناه افغانانو په وینو سره دي او د وطن هر بشر او هر ګودر یې په مظالمو او ناکردیو اګاه او ګواه دی.

مسعود دې وطن او وطنوالو ته څه ورکړي، محض همدا چې د وطن غمي او قیمتي کاڼي یې په قاچاقي توګه د اروپا تر بازارونو رسولي او پلورلي؟

مزاري کومه توره کړې، انګرېز یې مات کړی که چنګېز؟ د روسانو له ککریو یې مزار جوړ کړ که د پنچابیانو؟

د افغان ولس له پتمنو مېرمنو یې تیونه پرې کړل، د رقص مرده ابتکار یې وکړ، د ژوندي انسانانو په سرونو یې میخونه ټک وهل او د افغان ناموس یې په ډک بازار کې سرتور کړ.

تازه ـ تازه یو بل اتل! میدان ته راووت؛ دغې تازه دمي اتل! د هیواد په لویه لاره پاټک درلود، له انسانانو یې سپي جوړ کړي ول، بُنیادم ترې په حیا او عزت کې نشوای تېرېدلی او د افغانانو نوامیس یې درګرده پر لویه لاره داړل.

ځکه وایم چې حیرانتیا ده؛ دا ولس به کله هوښیاریږي؟ کله به له ظالمه د خلاصون هڅې پیلوي؟ کله به د مظلوم په ننګ راپورته کېږي، د ظالم په سترګو کې به سترګې اچوي او د مظلوم حق به ترې غواړي؟

چې د سپین ږیري سیاستوال سره لواطت کېږي، د یو غریب دهقان غبرګې لوڼي ځانته واده کېږي، او ولسمشر یو غوږ توشک، او بل بړستن کړي او قرار ورکې څملي، تاسو وا ښه ورځ به ووینو؟

په مسلمان امت چې کوم مظالم شروع دي، تر ډېره یې دمسلمان امت د خپلې بېغورۍ لامله دي.

دواک واګې یې داسې چاته سپارلي چې دخېټې او خ…. بندګان دي او شخصي ګټې او ارزښتونو ورته له ملي او اسلامي ګټو او ارزښتونو معتبر دي.

د اسلامي نړۍ دوېښتابه په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close