سږنی د قربانیو او شهادتونو اختر

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

لیکنه: س، سیرت

د تېرو درې لسیزو ورواوړېده چې افغانانو د پخوا په څېر اخترونه د خوشالیو پر ځای په اوښکو لمانځلي دي، د هغو پېغلو لاسونه به چې په اخترونو کې به په نکریزو سره کېدل په تېرو څو اخترونو کې پرله پسې تاړاکګرو د ځوانانو په وینو د خپلو خویندو او بورو میندو په وینو سره کړل، خو بیا هم افغان مجاهد ولس خپله حوصله نه ده بایللې، د روسانو او انګرېزانو په څېر امریکایي یرغلګرو ته یې هم غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړي دي او لا دوام لري.

د افغانانو په اخترونو کې د پخوا په څېر ځکه هغه خوښي نشته چې په بې کورۍ او بې وطنۍ کې که انسان هر څومره قدرتمند وي ځان ورته بې وسه او بې کسه ښکاري.

لوی اختر که له یوې خوا د قربانیو اختر وي، له بلې خوا د قربانیو سره خوشالي هم تړلي وي چې د ابراهیم علیه الصلاة والسلام لار یې نیولي وي خو افغانان نه یوازې دا چې د لوی اختر قربانۍ کوي، د اسلام د مقدس جهاد په دوام د سرونو قرباني هم ورکوي، چې په دې قربانیو کې ټول افغان ولس شریک دی.

هرکال د نړیوال سازمان د سروې له مخې په زرګونه ولسي وګړي د عملیاتو، بریدونو او بمباریو قرباني کیږي چې د روان کال له پیله تر دې میاشتې پورې د تېر کال په پرتله ۱۱سلنه د ملکي وګړو په وژنه کې زیاتوالی راغلی دی، تېر کال تر ۴۰۰۰پورې ملکي وګړي په بمباریو او جګړو کې وژل شوي وو.

د روان کال په اوږدو کې چې د دولت او طالبانو تر منځ په شمالي ولایاتو، فاریاب، هلمند، ارزګان او نورو ولایاتو کې جګړې زیاتې شوي دي پکې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اوړېدلې ده، ځکه وایو چې سږنی کال د قربانیو او ولسي وګړو د شهادتونو اختر دی.

د افغان ولس د قربانیو او شهادتونو تر څنګ ۱۲ورځې مخکې د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام په پېښه کې چې کرېن د حج بیت الله شریف په زاهدینو راپرېووت او پکې ۱۰حاجیان شهیدان شول، بیا هم ویلی شو سږنی د قربانیو او شهادتونو اختر دی.

د مسجد الحرام په پېښه کې دې افغانستان، پاکستان او بنګله دېش علاوه د نورو اسلامي هېوادونو حاجیانو ته هم شهادت په نصیب شوی دی، چې د نړۍ د هرې خوا نه سعودي ته د تسلیت پیغامونه ولېږل شول، د سعودي حکومت په مسجدالحرام کې د حاجیانو د زیات شمېر ځایېدو لپاره د پراخوالي کار پیل کړی دی.

مخکې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د مسجدالحرام په پراختیا کار پیل کړی وو، شاه عبدالعزیز په ۱۹۲۵م کې د مسجد الحرام په پراختیا کار نور هم زیات کړ، شاه عبدالعزیز وروسته شاه سعود له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۶۴پورې په مسجد الحرام کار وکړ، چې په دې موده کې مسجدالحرام تر پخوا زیات مزیَّن شو.

د شاه فیصل په دوره کې یعنې ۱۹۷۵م څخه تر ۱۹۷۵م پورې د مسجدالحرام ټوله ساحه یولک دوه پنځوس زره متره مربع ته ورسېده، خو شاه فهد چې ۱۹۷۵م څخه تر ۲۰۰۵پورې کوم کار په مسجد الحرام وکړ، د نړۍ د اسلامي هېوادو معمارانو پکې خپلې تجربې وازمایلې او مسجد یې نور هم ښکلی کړ.

شاه عبدالله د زمزم د اوبو په پراختیا به ۲۰۱۰م کې کار پیل کړ چې د پخوا په نسبت پنځه چنده او په اسانه حاجي صاحبانو ته لاس ته ورتلې، تر دې د مخه هم په بیت الله شریف کې د حج په مراسمو کې ځینې پېښې شوي دي او حجاج کرام پکې شهیدان شوي دي.

په ۱۹۷۵م کال د خېمو د اور لګېدنې په پېښه کې چې د ګازو سلنډر چاودنه وکړه، ۲۰۰حاجیان شهیدان شول.

په ۱۹۹۷م کال د شیطان ویشتلو پر مهال ۲۷۰حاجیان شهیدان شول.

په ۱۹۹۸م کال د پل په پرېوتو پېښه کې ۱۱۸شهیدان او ۱۸۰ژوبل شول.

په ۱۹۹۰م کال په پېښه کې د پل په غورځېدو ۱۴۲۶حاجیان ژوبل او شهیدان شول.

په ۲۰۰۱م کال په پېښه کې ۳۵حاجیان د نورو حاجیانو په منځ کې ګیر او شهیدان شول.

په ۲۰۰۳م کال په پېښه کې د حاجیانو په منخ کې ۱۴حاجیان شهیدان شول.

په۲۰۰۴م کال په پېښه کې د شیطان ویشتلو پرمهال ۲۵۱شهیدان، ۲۴۴ژوبل شول.

په ۲۰۰۶کال په پېښه کې، چې په منی کې را منځته شوه ۳۴۶شهیدان او ۱۰۰۰ژوبل شول.

د روان کال ۲۰۱۵کراین په پېښه کې ۱۰۷شهیدان او ۲۳۸حاجیان ژوبل شول ځکه دا د قربانیو او شهیدانو اختر دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close