سږ کال بیا هم مجیب ځدراڼ د انګلستان بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو

د هیواد ځوان توپ اچوونکی مجیب ځدران د انګلستان بلاسټ سیالیو کې مېډل سیکس لوبډلې اخیستی، تېر کال مجیب ځدران په همدغه لیګ کې له همپشایر لوبډلې سره لوبېدلی و.

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالیوکې اتلس لوبډلې شاملې دي او هره لوبډله کې د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه پیاوړي لوبغاړي اخېستل کېږي، سږ کال پکې مجیب ځدران له وړاندې ځای وموند.

مجیب ځدران د فبروري په ۷ مه نېټه د اسټرالیا سوداګریزو سیالیو څخه هندوستان ته ولاړ او هلته به د فبروري په ۲۱ مه نېټه د ایرلېنډ خلاف لوبو لړۍ کې برخه واخلي.

د انګلستان بلاسټ سوداګریزې کرکټ سیالۍ پنځه میاشتې وروسته د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.

د مېډل سېکس لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د مجیب ځدران انځور ځړولی او بیا یې ورته لیکلي مجیب ځدرانه ښه راغلاست، مجیب ویلي دي، چې خورا خوښ دی چې مېډل سېکس لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کوي او دا به دده لپاره د خوښۍ ځای وي.

په دغه لیګ کې تېر کال  هم مجیب ځدراڼ، راشدخان ، ظاهر خان او محمد نبي لوبیدلي وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close