سږ کال د سرباز ګيرۍ د قحط کال

تميم توفيق

له څو ورځو راهيسې د دولتي چارواکو لخوا په غونډو کې او دغه راز د بهرنيو رسنيو د خبريالانو په وړاندې شکايتونه روان دي، چې وايي عسکر، پوليس او اردو يې د کمښت پر لور روانه ده او د تيرو کلونو په نسبت يې سږ کال زياته مرګ ژوبله ګاللې ده.

د ټاسک انډ پرپس په نوم ويب پاڼې په دې اړه په شمالي او جنوبي ولاياتو کې د سربازګيري د دفترونو چارواکي ورغږولي دي، دوی ټولو په يوه خوله ويلي چې د مرګ ژوبلې د زياتوب له امله د سربازګيرۍ بهير هم په ټپه درېدلی دی، دوی وايي پخوا به يې هره ورځ نظامي ليکو ته ورتلونکي ګڼ ځوانان راجستر کول، مګر اوس ايله د ورځې يو ورشي او کله خو په هفتو هم څوک تر سترګو نه شي.

رښتيا هم په هيواد کې د تيرو کلونو په پرتله سږ کال د طالبانو بريدونه خورا تيز او پر ځای لګيږي، ويل کيږي طالبانو ليزري وسلې موندلې چې په توسط يې يوه پوسته، چې له دې وړاندې به يې په ساعتونو نشوای نيولی، اوس يې په ظرف د څو دقيقو کې تر خپل کنټرول لاندې راولي او پکې مېشت ټول عسکر وژني.

دا هم ويل کيږي چې د طالبانو د دې وسلو او نشان زني کيسې د دولت په ټولو نظامي ليکو کې خورې شوي، چې له امله يې زيات وخت په پوستو کې ميشت عسکر له مقاومت پرته پوستې پرېږدي او تښتي.

د عسکرو په مرګ ژوبله کې څو چنده زياتوالی هم د نظامي پرسونل د کمښت سبب دی، خو که لږ نور هم حقايقو ته ځير شو د دې ګڼ نور لاملونه هم ليدلی شو. د مثال په توګه:

هيواد او هيوادوالو ته د چارواکو په خلوصِ نيت او د رهبريت په استعدادونو يې عسکر او آن ګرد ولس شکېدلی، بلکې متيقين شوی چې نه له دين، وطن او ولس سره خواخوږي لري او نه د دې وړ دي چې په دې سپېڅلي، غيور او با شهامته ولس واکمني وکړي.

اوس د ځوان او زوړ سر خلاص شوی چې د رسنيو له لارې اشغالګرو او د هغوی کورنيو ملګرو ته کيدونکي تبليغات ګردسره دروغ دي. دوی پوهېدلي چې د اشغال په شتون کې يې نه مادي ګټه شته او نه معنوي، کومه ډالري ګټه چې د دې ولس د تيروتليو بچيانو په نوم راځي، د پرديپالو جيبونو ته لويږي او دوی يوازې د دې ګټو د تر لاسه کولو لپاره د آلې په توګه استعماليږي، چې له امله يې معنوي ګټه هم له لاسه وتلې ده.

د يرغلګرو او د هغوی د کورنيو انډيوالانو د مزو او چړچو په کيسو غوليدليو ځوانانو وليدل چې ورسره شوې وعدې ټولې دروغ دي، دوی په همدې هيله په تشه خيټه وجنګېدل، خو له دې پرته چې د طالب ماشې ته برابر شي، بل څه يې تر لاسه نه کړل.

تر ټولو لوی لامل يې دا دی چې اشغالګرو او کورنيو لاسپوڅو يې له يو پلوه په نظامي ليکو کې شامل ځوانان د مرګ کومې ته برابر کړل او له بل پلوه يې په خورا بې دردۍ سره په ولس وژنه پيل کړی دی.

نو طبعا، د سربازګيرۍ مراکزو ته رجوع کونکي ځوانان که څه هم څو کلونه خطاوتل، خو د دې واقعيتونو له ليدلو وروسته به نور په هيڅ صورت چا ته اجازه ورنکړي چې د بلا په خوله يې ورکړي، داسې چې هم دوی په لا ابالي سره د مرګ کومې ته برابر کړي او هم يې تر شا پر کليوالو بې رحمانه او وحشيانه بمونه ووروي او يا يې د کافرې امريکا په لاس روزل شويو ځوانانو باندې سپينږيري، ښځې او ماشومان له يوې مخې غلبيل کړ.

همدا لاملونه دي چې سږ کال د اشغالګرو د کورنيو ملګرو لپاره د سربازګيري قحطي ده. د سربازانو دې قحطي ته په کتلو ويلی شو چې ډير ژر ده د پاتې ځوانانو سر هم خلاص شي، د هيواد د رښتينو مبارزينو غيږې ته ورشي او په ګډه دا سپېڅلې خاوره له بې وجدانه، پرديپالو، بې احساسه او آن بې شعوره څيرو څخه د تل لپاره پاکه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close