سږ کال له افغانستانه ستنو شویو ۳۰ برېتانوي سرتېرو ځانونه وژلي

یوې برېتانوۍ ټولنې ویلي چې سږ ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان له جګړې ستنو شویو لږ تر لږه دېرش سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د Icarus په نوم ټولنې دا شمېرې یوې نړیوالي انګلیسي ورځپاڼې، فینانشل ټایمز، خپرې کړې دي.

د دې ټولنې په خبره، ځان وژونکي سرتېري زیاتره ځوانان وو او د ځانوژنې پر مهال یې عمرونه د شلو کلونو شاوخوا و.

افغانستان ته راغلیو زیاترو برېتانوي سرتېرو د افغانستان په تر ټولو ناامن هلمند ولایت کې جنګي ماموریتونه ترسره کړي، چې د جګړې پر مهال د سختو او وېروونکو شېبو په لیدلو سره د پي ټي ایس ډي په نوم پر رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

د پي ټي ایس ډي (PTSD) په نوم دا ناروغي د یوې ترخې پيښې تر لیدلو وروسته پیلېږي. ترخه او وېروونکې پيښه هغې پيښې ته ویل کېدای شي چې په هغې کې یو کس د خپل سر او ژوند د تللو د خطر احساس کوي، او یا هم د بل کس وژل کېدل او ټپي کېدل وویني. دا ناروغي په هغو سرتېرو کې ژر خپرېږي چې په سختو جګړو کې ګډون کوي.

Image result for ptsd afghanistan

د دې ناروغۍ له امله انسان له ژور خپګان او ذهني کشمکش سره مخ کېږي او د ځان وژنې لور ته یې میلان زیاتېږي.

د برېتانیا او امریکا په ګډون افغانستان ته د جګړې لپاره د نورو هېوادونو راغلي سرتېري هم بېرته په اعصابي ناروغیو اخته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په تېر ۲۰۱۶ز کال کې، کاناډايۍ د ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي و چې له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شوي زیاتره کاناډايي سرتېري په ذهني ناروغیو اخته شوي دي.

د ورځپاڼې په خبره، له افغانستانه د ستنو شویو هرو لسو کاناډايي سرتېرو له ډلې یو په پي ټي ایس ډي ناروغۍ اخته دی. د ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې هغه وخت د کاناډا د پوځ له خولې لیکلي و چې له نږدې ۳۵۷۸ سرتېرو سره چې په افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته شوي د دوی له لوري مرسته کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close