سیاسي ګوندونه: اشرف غني د سولې نه؛ د راتلونکي ولسمشرۍ هڅې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۰)

سیاسي احزاب او ګوندونه وایي ، ولسمشر د سولې هیڅ کومه اراده نه لري او د سولې په تړاو ټول اقدامات یې کمپایني بڼه لري.

د ګوندونو استازي وایي، د سولې د هیئت په نوم دولس کسیزه کمیټه چې ارګ ټاکلې هیڅ لوري ته د منلو نه ده او دافغانستان د ملت او سیاسي احزابو نمایندګي نه شي کولی.
استازي دغه راز وایي، حکومت د سولې په برخه کې ورځ تر بلې فرصتونه له لاسه ورکوی او په وینا یې چې “ولسمشر غني په راتلونکو انتخاباتو کې د رایو د ترلاسه کولو لپاره تولې نمایشي هڅې ترسره کوي“
په ورته وخت کې د ملي شورا غړي وایي، ولسمشر له راتلونکې ناکامۍ دومره په ویره کې دی چې څو ولایاتو ته یې په سفرونو کې افتتاح شوې پروژې له سره پرانیستلې او خلکو ته یې داسې ژمنې ورکړې چې عملي کیدل یې د څو نورو کلونو لپاره هم ناشوني دي.
دوی د حکومت له خوا د سولې په نامه هیئت بې واکه او له ولسي نفوذ خالي بولي چې د دوی په وینا ارګ غواړی د سولې رامنځته شوی فرصت په نمایشي کړنو له لاسه ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close