سیاسي ګوندونه: ټاکنې پلان شوې دسیسه وه ـ نه یې منو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)

یو شمیر سیاسي ګوندونه او احزاب د پارلماني ټاکنو پروسه له درغلیو، تقلباتو ډکه او پلان شوې دسیسه یې بولي.

د جمعیت ګوند د رهبري غړی نور الرحمان اخلاقي وایي، د میزان د ۲۸ مې ټاکنې په شدت سره ناقصې او له درغلیو ډکې وې چې په وینا یې په غوڅ اکثریت مراکزو کې په قصدي توګه د بایومتریک سیستم نه دی کارول شوی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې ځوی یې هم نوماند دی، وایي چې هیڅ رایه یې نه ده کارولې او دا د تقلباتو سیستم ورته هیڅ د منلو نه دی.

نوموړي تر دې وړاندې د ټاکنو برخلیک ټاکونکي یو شمیر سفارتونه بللي و، چې په خبره یې د ملت رایې ته هیڅ ارزښت نه  ورکول کیږي.
د ګوندونو استازي وایي؛ په هغو مرکزونو او محلونو کې، چې بایومتریک کارول شوی ندی؛ رایې یې د منلو وړ نه دي.
دوی دغه ترسره شوې ټاکنې پلان شوې دسیسه او نیمګړې بولي.

په عین حال کې د ټاکنو کمیسیون د درغلي او ټګي برګي خبرې مني خو وایي چې په هکله به یې څیړنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پلازمینه کابل، پکتیا،ننګرهار او زیات شمیر نورو ولایتونو کې پراخې درغلۍ وشوې او زورواکانو په ناقانونه توګه د رای پاڼو صندقونه ډک کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close