سیاف ته ایله اوس خدای وریاد شو

سرلیکنه

له تیرو اتلسو کلونو راهیسې د کله نه چې امریکایانو پر ګران افغانستان یرغل کړی، سیاف هیڅکله هم دا ډول څرګندونې ندي کړي لکه تيره ورځ یې چې وکړې.

سیاف چې کله د تير جهاد پر مهال له عربي شیخانو نه  پیسې ترلاسه کولې او بالآخره د شیخانو پانګه پرې بنده شوه او مخ یې د امریکا پر لور شو نو امریکا پر افغانستان له برید نه لږ مخکې په هلیکوپترو کې پنجشیر ته ډالر انتقال کړل په سیاف، جنرال فهیم او ډاکټر عبدالله باندې یې یاد ډالر وویشل چې عیني شاهدانو هغه مهال خلکو ته ویلي وو چې کله د ډالرو ډکې بوجۍ د استاد سیاف په لنډکروزو کې کیښودل شوې نو  لینډکروز پر ځمکه کیناستل لکه خښتې یې چې پکې بار کړي وي.

یادو ډالرو تر نن ورځې سیاف ته ډیر کار وکړ او کیدای شي د تیرو اتلسو کلونو په اوږدو کې ډیرې نورې پیسې هم ورکړي وي ځکه یې له سور کفر ته ورته سپین اسلام جوړاوه.

د سیاف خوله چې تر ننه پر ډالرو بنده وه یوه ورځ یې هم خلکو ته په خپلو څرګندونو کې ونه ویل چې مه وارخطا کیږئ، هر څه د الله تعالی په لاس کې دي، زمونږ ساتنه د الله په لاس کې ده.

تیره ورځ یې چې د مارشال فهیم د مړینې په کلیزه کې خبرې کولې د تیرو اتلسو کلونو برعکس خبرې یې وکړې، خلکو ته یې ډآډ ورکړ چې مه ویریږئ، زه ستاسې په څیرو کې ویره وینم، هر څه د الله لاس کې دي اسباب هم د الله تعالی لاس کې دي.

له دې خبرو داسې معلومیده چې سیاف نور د امریکا له مرستې په پوره ډول مایوسه شوی، ځکه نور امریکایانو ته هم شا کړه لکه څنګه یې چې عربي شیخانو ته شا کړې وه، اوس یې خدای تعالی ته مخه کړه تر اوسه یې په دې عقیده وه چې هر څه د امریکا لاس کې دي خو اوس چې ډالر خلاص شول او امریکایان د تیښتې په درشل کې شول نو سیاف ته خدای تعالی وریاد شو. اوس وایی چې هر څه د خدای تعالی لاس کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close