سیاف: دا چې ومو نشوای کړای چې د ملاعمر سر په اول کې قلم کړم، ګناهګاره یم

کابل ټکی کام ۱۷ وږی
راپور فرید احمد
پخوانۍ جهادي رهبر سیاف چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال په مقابل کې د روان مقاومت سرسخت دښمن دی، نن د شهید د اونۍ په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل: دا چې دوی ونشوای کړای چې د طالبانو د پخواني رهبر ملا محمد عمر اخند سر په خپل وخت سره قلم کړي، سخت ګناهګار دي، هغه زیاته کړه کله چې برهان الدین رباني د افغانستان (کابل وزیر اکبرخان) رئيس جمهور و، طالبان منځ ته راغلل او یو تعداد طالبانو له ملا محمد عمر اخند سره بیعت وکړ ، او پدې وخت کې استاد رباني برحال رئيس جمهور و، هغه د ملا محمد عمر اخند د سر د نه قلم کولو د ګناه د ارتکاب دلیل دا وړاندې کړ چې په یوه وخت کې یو امیر موجود وي او بل ځان امیر کړي نو د دویم سر دې قلم کړای شي.
ښاغلي سیاف همدارنګه زیاته کړه چې طالبان خو نه مسلمانان دي او نه هم افغانان دي.
او په طالبانو یې غږ وکړ چې د پردیو غېږه پرېږدي.
ښاغلي سیاف د پاکستان په شمول ټولو ګاونډي ملکونو ته خبردارۍ ورکړ، دا ملکونه دې پوه شي چې د افغانستان د ماتېدلو څخه مخکې به تاسو له منځه ځئ.
ښاغلي سیاف له حکومت څخه وغوښتل چې خلک دې د پاکستان په خلاف راوپاروي او که حکومت دا کار ونکړ نو دی به خپله د همدې کار لپاره لاس په کار شي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی سیاف د بش ادارې ته ډېر نږدي کس و او د امریکا د اوسني رئيس جمهور اوباما سره دده تعلقات ډېر خراب دي او دی پدې اند دی که چېرې امریکایان له دوی سره مرستې ته د پای ټکی کېږدي نو طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close