سیاف له امریکایانو او دولت څخه یوځل بیا غوښتنه کړې چې اجازه دې ورکړل شي ترڅو د طالبانو په خلاف مجاهدین په خپله وجنګیږي

کابل ټکی کام چهارشنبه ۵ کب ۱۳۹۴ل هاشمي عبدالله
سیاف د پخواني جهادي رهبرانو څخه یو مشر یو ځل بیا له افغان دولت او امریکايي فوځيانو څخه غوښتنه کړې ده چې اجازه دې ورکړل شي ترڅو د طالبانو په خلاف د افغان او امریکايي ځواکونو سره یوځای د طالبانو په خلاف خپل مسلح جهاد پیل کړي.
دی وايي که چېرې ضرورت پېښ شي چې د طالبانو پر وړاندې امنیتي ځواکونه د کمزورۍ احساس وکړي نو د هغوی پر ځای اویا یې ترڅنګ د طالبانو مقابلې ته چمتو دی، ترڅو له خپل ملک او ناموس څخه دفاع وکړي.
سیاف پدې سره شهرت لري چې له امریکایانو څخه هم زیات د طالبانو مخالف دی او همېشه غوښتنه کوي ترڅو طالبان په هر صورت له منځه یوړل شي، هغه له امریکایانو څخه څو څو وارې غوښتنه کړې ده چې دی دې پرېښودل شي د طالبانو په خلاف د امریکا په ائتلاف جهاد مقدسه دنده پیل کړي.
سیاف پدې اند دی چې هغه پخواني مجاهدین چې اوس په افغان دولت کې په دندو بوخت دي تر بل هرچا ددې ښه صلاحیت لري چې د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.
سیاف یو له هغه کسانو څخه دی چې د امریکا د اشغال څخه څو ورځې وړاندې د پنټاګان څخه په لکونه ډالر راغلل او د طالبانو په خلاف یې جګړې پیل کړې.
څه موده وړاندې استاد سیاف د امریکايي قواوو له قمندان څخه غوښتنه کړې وه ترڅو له افغانستان څخه ژر ونه ووځي کنه نو د ده په وینا ترورېستان به یو ځل بیا د امریکا په خلاف افغانستان خاوره استعمال کړي.
په کابل کې اکثر پوهان بیا د سیاف سره سخت مخالفت ښيې وايي چې هېڅکله به هم اجازه ورنکړې چې پخواني جنګسالاران یو ځل بیا د رقص مرده فلمونه بازارونو ته عرضه کړي او یا د انسانانو په سرونو کې میخونه ټک وهي . دوی وايي چې استاد سیاف او دده په شان نورو پخواني جنګسالارانو باندې دولت پيسې بندې کړي دي نو ځکه هم د سیمې د استخباراتو سره په نویو پروژو کار پيلوي او غواړي د خپلو جېبونو لپاره یو ځل بیا افغانان د اور په لمبو وسوزوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close