سیرت النبي صلی الله علیه وسلم مقدمه

کابل ټکی کام ۲۲ زمری ۱۳۹۴ المُقَدِّمَة بسم الله الرحمن الرحيم الحمدُ للهِ ، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه ، ونعوذُ بالله من شرورِ أنفُسِنا، ومنْ سيئاتِ أعمالِنا ، مَنْ يهدِهِ اللهُ فلا مُضِلَّ له ، ومن يُضْلِلْ فلا هاديَ له ، وأشهدُ ألا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له ، وأشهدُ أن محمداً عبدُه ورسولُه ،أما بعد: دکابل ډاټ کام درنو لوستوالو، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! په دې هيله چې دصحت له نعمته برخمن او دژوند هره شېبه مو خوشاله په عبادت کې تېرېږي .   خوږو وروڼو ! رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دمقدس دين يوه عملي نمونه وه ،ټولې لارې چې دکايناتو ستر څښتن جل جلاله ته او بيا جنت ته لاړې دي درسول الله صلی الله عليه وسلم لارې سره تړلي او له دې طريقې پېلېږي اوهغوی چې درسول اکرم صلی الله عليه وسلم معرفت اوپيژندګلوي يې نه وي ترلاسه کړي داسلام دين نشي پېژندلی اونه يې اسلام دقبلويت جوګه کيدلی شي… له دې امله مو دياد سايټ(کابل ټکي کام ) محترمو کارکوونکو په امر ګام پورته کړ چې خپلو ګرانو ګلالیو اوتنکيو ځوانانو ته دپېغمبرعليه السلام سپېڅلی سيرت په لنډه توګه دپوښتنو اوځوابونو په بڼه برخه برخه (لړۍ) وړاندې کړو ،څو دتل لپاره ورڅخه نجات او ګټه ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close