سیرت النبي صلی الله علیه وسلم

لیکوال:صفي الله (رائد)

لمړۍ برخه:

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلوة والسلام على من كان نبيا و آدم بين الماء والطين وعلى آله واصحابه اجمعين.

اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَی آلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّکَ حَمِیْدٌ مُجِیْدٌ

زړه ته رانږدې لوستونکو!

د سرور کائنات، فخر موجودات حضرت محمد  ﷺ د تولد او زوکړې‌  په حرمت او په برکت، يا په بل عبارت دده د تولد په استقبال کې چې الله (جل جلاله) عالم انسانيت ته کوم عجآئبات، مختلف النوع، د عادت خلاف، نادر او حیرانونکي  أمور او واقعات ښکاره کړيدي زما قلم یې دلته له لیکلو عاجز ده.

سورة الضحی د محمد مصطفی  ﷺ د ژوند او مبارکې زندګۍ  مطابق نازل شوی او بیا په ځانګړې توګه دغه ایت:( وللاخرة خير لك من الاولا) یعنې: ستا د ژوند هره دویمه مرحله د ژوند اولې مرحلې څخه به بهتره وي، ستا راتلونکې به لحظه په لحظه ترقي کونکې وي، له ولادت نه تر ځوانۍ او له ځوانۍ څخه نيولې آن تر وفاته پورې او له وفات څخه نیولې تر ابدي ژوند پورې به ستا آینده روښانه وي، ستا ژوند به هره لحظه یو مستقل انقلاب باندې مشتمله وي.

د آدم علیه السلام ځمکې ته تر ښکته کېدو شپږ زره او یو سلو دیارلس ” ۶۱۱۳ ” کلونه وروسته د رسول الله  ﷺ  باسعادت ولادت په ۲۹ د اګست ۵۰۷۰ء کال د دوشنبې په ورځ په مکه مکرمه کې شوی ده، خو راجح قول بیا دادی چې حضور اکرم  ﷺ  په ۸ د ربیع الاول کې پیدا شوی، که څه هم دولسم ۱۲د ربیع الاول مشهور قول ده، البته وفات یې ۱۲دولسم ربیع الاول یقیني ده.

د رسول الله  ﷺ له پیداېښ سره د ده څو ناشنا پېښې ـ

۱ــ د محمد ﷺ  نيکه عبدالمطلب وایي: چې  زه د حضرت محمد ﷺ د ولادت په شپه، په کعبه  شريفه کې وم، کله چې شپه نيمايي ته ورسېدله ګورم   چي کعبه شريفه د مقام إبراهيم  پر طرف را مآئله شوه او پر سجده باندي پرېوتله او په دغه ډول د تکبير اواز ورڅخه راغی چې :  الله أکبر ، الله أکبر ، رب محمد المصطفی الآن قد طهرني ربي من أنجاس الأصنام و أرجاس المشرکين.

۲ــ  د إسلام د پيغمبر د ولادت سره سم د کسری قصر او بنګله په لړزه کښي راغله او ۱۴ کنګرې ورڅخه راولوېدلې .

۳ – دده مبارک له ولادت سره سم د ساوه، بحيره وچه سوله او اوبه يې په ځمکه ننوتلې .

۴ – هغه شېله او کنده چې په هغه وخت کې  په وادي سماوه سره مشهوره وه، چې  په طول د زروکلونو  يې اوبه قطعه شوې  وې، له اوبو څخه ډکه راوبهېدله .

۵ – د پارسيانو ، اتش پرستانو د عبادت خانې اور چې  تر  زرو کلونو پورې متصل بل شوی و په دغه شپه کې مړ شو .

۶- دده مبارک له زیږېدنې سره سم يو داسې  نور او روښنايي پېدا شوه چې ددغه نور په سبب حضرت بي بي آمنې ته د شام بنګلې ښکاره کړی شوې.

۷ ــ  دده مبارک د زیږېدنې په وخت کښي حضرت بي بي آسيه  “رض” او حضرت مريم “رض” او د جنت حورې  حضرت بي بي آمنې ته حاضرې شوې او خبرې يې ورسره وکړې .

۸ –  امام سهيلي له تفسير څخه بقي بن مخلد الحافظ  حکايت کړی دی چې ابليس ملعون څلور ځله سختې  چغې  او بغارې  کړيدي.

۱ ــ  په هغه وخت کې چې دی ملعون کړی شو. ۲ــ  په هغه وخت کې  چې له اسمانو څخه  ځمکې ته راښکته کړل شو.

۳ ــ  په هغه وخت کې چې د إسلام پيغمبر حضرت محمد ﷺ پېداېښت وشو.

۴ــ  په هغه وخت کې چې له الهي لوري څخه د فاتحې سورت پر حضرت محمد ﷺ   نازل شو .

۹ ــ کله چې حضرت د محمد ﷺ  پیدایښت وشو نو د ماشومتوب او شيرخورۍ په ابتدايي  شېبو کې یې  سپوږمۍ ته په ګوته اشاره کوله،  هر طرفته چې  به یې اشاره وکړه نو سپوږمۍ به همغه طرف ته ميلان وکړ،  ده مبارک به له سپوږمۍ سره خبري کولې او سپوږمۍ به له ده سره کولې .

۱۰ــ  کله چې دی  مبارک پېدا شو، نو خبرې به یې  کولې او ملائکو  به دده مبارک ځانګو ورځنګوله .

له حضرت حليمې سعديې “رض” څخه روايت دی، وایې: اول ځل چي ما محمد مصطفی ﷺ ته تی  ورکړ نو ده  مبارک خبرې وکړې،  نو  دا کلمات یې وویل:  الله أکبر کبيرًا والحمدلله کثيرًا وسبحان الله بکرة و أصيلا.

( مدارج النبوت ، البداية والنهاية)

نور بیا…

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close