سیسي او نتنیاهو د محمد بن سلمان لپاره امریکا ته سفارش وکړ

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي او اسرائیلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو امریکایی اداری ته د سعودی ولي العهد الأمیر محمد بن سلمان نه د دفاع په موخه وروسته له هغې سفارش وکړ چې د مشهور ژورنالیست جمال خاشقي د وژنې قضیی کچه لوړه شوه.

ورځپاڼې له یو شمیر مراجعو نه په نقل قول سره ویلي چی سیسي او نتنیاهو په دې وروستیو ورځو کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې سره په لوړه کچه اړیکې نیولې او د محمد بن سلمان په اړه یې د همکارۍ وړاندیز کړی، څرګنده کړې یې ده چې سعودی ولي العهد په سیمه کې یو مهم استراتیژیک ملګری دی.

امریکایی ورځپاڼې دا خبر د خپلې هغې اوږدې لیکنې په ترڅ کې خپور کړی چې وایی محمد بن سلمان ویلي وو چې ژورنالیست جمال خاشقچی یو خطرناک اسلامپال او د اخوان المسلمین ډلې غړی و، نوموړی دا خبرې د تلیفوني اړیکې له لارې د ژورنالیست له تری تم کیدا په تعقیب د امریکایی ولسمشر له خوسر او مشاور جارید کوشنر او هم په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت له مشاور جون بولتون سره کړې وی.

واشنګټن پوسټ دې ته اشاره کړې چې اسرائیل، مصر او امارات هیوادونه د امریکا لخوا پر ایران باندې د فشار راوړلو او هم د اسرائیلو او فلسطینیانو تر مینځ د روغې جوړې کولو په اړه د ټرمپ ادارې د هڅو تر څنګ سره یوه خوله شوي دي.

 ورځپاڼې همدا راز یادونه کړې چې سیسي او نتنیاهو د اخوان المسلمین په وړاندې سره یو نظر لري او هغه دا چې دا یوه ترهګره ډله ده، نو داسې معلومیږي چې محمد بن سلمان ځکه د خپل سپیناوي په موخه د خاشقچي او اخوان المسلمین ګوند تر مینځ د اړیکو درلودلو ادعا کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close