سیسي: ۳۰ میلیونه مصریان پر دیني اساساتو ولاړ حکومت نه غواړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي چې مونیخ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی وایي، له هغه مهاله یې چې د حکومت واګي په لاس کې اخیستي په مصر کې څوک د اسلام او مسیحیت په هکله څه نه وایې او په وینا یې چې اصلاً دا ډول تبعیض شتون نه لري او هرڅوک کولی شي په آزادانه توګه د هر مذهب پیروي وکړي.
سیسي زیاته کړه مونږ په مصر کې د منځني ختیځ په کچه د مسیحیت لپاره زیاتې هڅې کړې چې اوس ټول ورته په درنه سترګه ګوري.
سیسي دغه راز وویل، اوسمهال ۳۰ میلیونه مصريان پر دیني اساساتو ولاړ حکومت نه غواړي، ځکه چې په وینایي اساسات یې افراطي وي.
هغه پر اروپایانو ژغ وکړ چې متوجه دې اوسي په مذهبي مراکزو کې یې کوم شیان خپریږي.
باید وویل شي چې عبدالفتاح السیسي څوکاله وړاندې د مصر پر اسلامپاله منتخب ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه او نوموړی یې له واکه د غورځولو سربیره بندیخانې ته واچاوو چې لا هم د نامعلوم اسارت شپې او ورځې سبا کوي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close