سیلاب قول اردو ویاند:په ننګرهار کې د پچیر سیمه له داعشه پاکه شوه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار و لایت امنیتي  چارواکي وایي، چې ددغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ یې له یوې نیمې میاشتې عملیاتو وروسته د داعش له وسله والو پاکه کړې ده.

د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا ویلي، چې تېره شپه د پچیر اګام ولسوالۍ د داعش وسله والو له شتون څخه پاکه شوه، دده په وینا د تېرې شپې په جګړه کې ۱۳ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهارد پچیراګام ولسوالۍ د څه باندې یوې میاشتې عملیاتو وروسته تېره شپه په مکمله توګه د اسلامي دولت یا داعش له ولکې څخه پاکه کړې ده.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان رسنیو ته وویل، ددې ولسوالۍ د بر پچیر سیمه چې نږدې دوه میاشتې وړاندې داعش وسله والو نیولې وه، د افغان امنیتي ځواکونو په توسط د داعش له وسله والو بیرته ونیول شوه.

ولسوال میرباز خان ویلي، چې داعش وسله والو په سیمه کې تر پنځلسو زیات کورونه سوځولي او په لسګونه نورو کورونو کې يې مورچې جوړې کړې وې چې اوس تخریب او وران شوي دي.

 د نوموړي په وینا، داعش وسله وال د بر پچیر سره په ګاونډ کې د هسکې مینې ولسوالۍ د ګورګورۍ سیمې ته تښتیدلي او د پچیر ۶۵ تنه برمته شوي کسان یې هم له ځانه سره وړي دي، چې د مرګ او ژوندي پاتې کیدو په اړه یې معلومات نشته.

څو ورځې وړاندې داعش ډلې ددغو برمته شوي کسانو څخه ۱۰ تنه وژلي وو او د سیمې سپین ګیرو ورغلې جرګې ته یې ویلي وو، چې له مونږ سره بیعت وکړئ او له خپلو میرمنو سره بیا نکاح وتړئ.

میرباز خان زیاته کړه، چې د بر پچیر سیمه کې به د داعش په وړاندې ځايي پاڅون کوونکي چې ۵۰۰ تنه دي، ځای پر ځای شي.

په سیمه کې قومي مشرانو ویلي، چې داعش ډلې ددوی کورونه سوځولي او د کور سامانونه، چاتراش او د میږو او غواګانو رمې یې هم له ځانه سره وړي دي.

 نږدې دوه میاشتې وړاندې داعش وسله والو د برپچیر په سیمه حمله وکړه، یو شمیر ولسي وګړي یې ووژل او په لسګونو کلي یې ونیول، چې وروسته د ولسي وګړو مرستې ته طالبان ورغلل او د داعش وسله والو سره په نښته کې ښکیل شول، قامي مشرانو له دولت څخه د مرستې غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د ملي اردو ځواکونو ته لاره  ورکړي تر څو په سیمه کې داعش ډله وځپی.

بلخوا د سیمې اوسیدونکي لا هم د داعش له جګړه مارو ویره لري او نه غواړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close