سیکولریزم څه راوړل؟

ع. م. د

سيکولرو بې دينانو

دې بې ننګو انسانانو

غلامۍ ته ورکړه غاړه

پت حيا ورڅخه لاړه

د مغرب کاواکي ګوري

دوی هماغسې بيا ښوري

که خرېشنه ورته هم رنګ کړي

په ماشين باندې يې ړنګ کړي

خو ميډين يې امريکا وي

غلام ذهن په ګډا وي

اخيستو ته يې ګډېږي

په صفت يې نه مړېږي

که څه وس ورته لري بيا

ښه په خوند باندې يې خوري بيا

د اخلاقو انحطاط کې

په بد مرغه بد نشاط کې

که مهبل يې د مور ښکاري

سيکولر ورباندې وياړي

بې تميزه مهذب شو

بې ادبه با ادب شو

معيارونه يې بدل کړل

نصابونه يې چټل کړل

حيواني خوی د انسان شو

انسان پکې حيوان شو

داسې مه وايه چې خر شو

بلکې خرو نه هم بتر شو

په خرتوب کې خر شو پاتې

انسان خر ته ورکړه ماتې

خر نه دومره سيکولر دی

خر نه دومره ځناور دی

خر نه پت او عزت پلوري

نه بل خر ته کندې ګوري

نه په خرو وهي ملنډې

نه خيانت کې اخلي ونډې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close