سیګار: افغانستان د سوداګرو او پانګه والو لپاره دوهم خراب هېواد دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)

د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې “سيګار” په خپل تازه راپور کې افغانستان د سوداګرو او پانګه والو لپاره دوهم ګواښوونکی او خراب هېواد بللی دی.

سيګار چې د افغانستان د ټولنيزې او اقتصادي ودې په اړه راپور خپور کړی وايي، په دغه هېواد کې د پانګه والو امنيت خوندي نه دی، د هغوی لپاره هيڅ ډول اسانتياوې شتون نه لري ځکه خو بهرني پانګوال په دغه هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

راپور زياتوي، افغانستان کې د سوداګرۍ کچه په بې ساري توګه رالوېدلې، د سوداګرۍ برخه کې پرمختګ نه دی شوی او دغه هېواد کې لا هم سوداګري مخ پر ځوړ روانه ده.

 د سيګار په راپور کې راغلي، د افغانستان اقتصادي حالت تر ټولو په بد وضعيت کې دی زياتوي چې هر کال زرګونه لوستي کسان د کار چاپيريال ته وړاندې کېږي خو سره له زده کړو بې کاره پاتې کېږي.

دغه راز څېړنو ښودلې چې افغانستان د سوداګرۍ په نړيوال ليست کې د تير کال په پرتله نږدې پنځوس سلنه شاتګ کړی زياتوي چې تېر ۲۰۱۷م کال کې افغانستان د سوداګرۍ په ليست کې دوه څلوېښتم خراب هېواد و خو په ۲۰۱۸م کال کې ۱۰۷ خراب هېواد ګڼل شوی دی.

راپور کاږي، د نړيوالو هېوادونو په اقتصادي ليست کې افغانستان د ۱۹۳ اقتصاد لرونکو هېوادونو څخه ۱۸۳ کمزوری اقتصاد لرونکی هېواد دی.

د ملي يووالي حکومت په راتګ او د غني په ولسمشرۍ خلکو نوموړی د نړۍ دوهم متفکر باله او هېوادوالو ورته ډيرې هيلې لرلې چې ښايي د هغه په هڅو افغانستان يو اقتصادي هېواد شي، خو وروستي راپورونه ښيي چې د ګډ حکومت اقتصادي تګلاره يا کړنې ناکامې او د هېواد په زيان تمامې شوي دي.

د ګډ حکومت د ناسمو سياستونو، فساد او ناسم مديريت له کبله په افغانستان کې بهرنيان پانګونې ته زړه نه ښه کوي او د افغان سوداګرو د پانګونې کچه تر پخوا څو چنده ټيټه شوې، بهرنی تجارت د پخوا په پرتله کم شوی، اقتصادي وده مخ پر ځوړ ده او د فقر او بې کارۍ له کبله هره مياشت  سلګونه کسان خپل هېواد پرېږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close