سیګار: امریکایان په کابل کې د څو کیلومتره تګ لپاره تر زرو ډیر امریکایي ډالر لګوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل راپور کې ویلي چې په پلازمینه کابل کې د امریکایانو لوړو لګښتونو حیران کړي او په دومره لویه کچه لګښتونو یې اندیښنه ښوودلې.
د سیګار مشر جانسپکو ویلي؛ امریکایي چارواکي د امریکایي سفارت او هوایي ډګر تر منځ چې ۴.۸ کیلو متره لاره کیږي، د بریدونو له ویرې په چورلکو کې مزل کوي.
د راپور تر مخه؛ د امریکایي چارواکو د یوه سفر لګښت ۱۳۵۰ امریکایي ډالره ده چې خورا لوړ لګښت دی.
امریکایي چارواکو سیګار ویلي چې ښایي دا لګښتونه د ۲۰۱۹ کال پورې ۲۲۵۰ امریکایي ډالرو ته لوړ شي.
سیګار ویلي؛ د حیرانتیا خبره داده چې د ۸۵۰ ډالرو په لګښت سره یو کس کولی شي د اماراتو په شرکت کې د کابل او واشنګټن تر منځ سفر وکړي.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې امریکایي جنرال جان نیکولسن هم ویلي و، چې د امریکا له سفارت څخه ارګ او د کابل ټولو نږدې او لرې سیمو ته د طالبانو د ممکنه بریدونو له ویرې په چورلکو کې سفرونه کوي.

میاشت وړاندې ډاکټر عبدالله ویلي و،  چې په کابل کې له ارګ او امریکایي سفارت پرته هیڅ خوندي سیمه نشته چې هلته طالبان لاس رسی ونه لري، نو په همدې اساس هرې سیمې  ته په  خورا سختو امنیتي تدابیرو کې سفر کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close