سیګار: امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر بیځایه لګولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۴)

د افغانستان لپاره د امریکایي سرپلټونکي ادارې (سیګار) ویلي چې د افغانستان بیارغونې لګښتونه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر بیا رغولو زیات اټکل شوي.

سیګار ویلي، د افغانستان پر بیارغونه ۱۱۰ میلیارد ډالر لګیدلي چې په همدې پیسو د مارشال د طرحې له مخې امریکا ټوله اروپا رغولې.
جان سپکو ویلي، میلیاردونه ډالر چې یواځې د امریکایي ولسونه مالیات و، په افغانستان کې لګول شوي خو برخلیک یې نه دی معلوم.
د سپکو په خبره، لسګونه میلیارد ډالر چې امریکا د نړۍ په هیڅ یوه هیواد کې نه دي لګولي، په افغانستان کې یې مصرف کړل خو لا هم د ښارونو او کلیو حالت خواشینونکی او خورا په بدحال دی.

راپور زیاتوي؛ واشنګټن لا هم ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې د افغانستان لپاره مناسب نه دي او هیڅ ګټه به ونه لري

نوموړي په هیواد کې د امریکایانو د بېسارو پیسو لګولو د هدف په اړه په روښانه توګه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه
چې د افغانستان د بیارغونې بهیر له دې کبله زیانمن شوی چې د افغانستان خلک د هغو اړتیاو په لټه کې نه دي چې د امریکا خلک یې له امله مالیه ورکوي.

تر دې وړاندې یو شمیر امریکایي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي و، چې امریکایان زیاتې پیسې په عامه ذهنیت جوړونه لګوي تر څو خپل فکري مخالفین د مادي امتیازاتو له امله را خپل کړي.

جانسپکو دغه راز د ډي هیل ورځپاڼې ته ویلي؛ د فساد په وړاندې د نه مبارزې او په افغانستان کې له سیمه ییزو مشرانو سره د سلامشورې د نشتون له امله، دغه هېواد ته میلیارډونه مرسته شوي پیسې، بې ځایه لګول شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close